کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۷ زمری، ۱۴۰۲ل)
د اسلامي امارت په رهبرۍ د افغان سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې “کابل ټکی کام” ته تایید کړې، چې د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر به د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ تر ترکیې وروسته سعودي عربستان ته ولاړ شي او دا به د سرپرست حکومت له جوړېدو وروسته د ملا برادر اخند لومړنی بهرنی سفر وي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، ترکيې ته د ملا برادر په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی نن سه شنبه د زمري په ۱۷ مه نیټه استانبول ته روان شوی دی.
د سرچینې په خبره نوموړی او ورسره پلاوی به د دغه سفر په ترڅ کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره هم وګوري.
د دغه پلاوي په ترکیب کې د سرپرست حکومت د مالیې وزارت د پخواني وزیر هدایتالله بدري او یو شمېر امنیتي او کشفي چارواکو نومونه هم لیدل کېږي او دغه اته کسیز پلاوی به له ملا برادر سره په دغه سفر کې مل وي.
د ویلو ده چې ترکیې او سعودي عربستان ته د ملا برادر اخند د سفر په اړه نور جزیات لا تر دې دمه نه دي په ډاګه شوي.
که څه هم ترکي رسنیو تر دې دمه د ولسمشر اردوغان او ملا برادر ترمنځ د ناستې په اړه څه نه دي ویلي؛ خو ملا برادر د اسلامي امارت یو له مهمو شخصیتونو څخه دی.
نوموړي په ۲۰۲۰م کال کې د دوحې د تړون د لاسلیک لپاره د اسلامي امارت د مذاکراتي ټیم مشري هم کوله.
















