پنجشنبه, اپریل 30, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه افغانستان

د کابل د فتحې د دوهمې کلیزې په مناسبت د اسلامي امارت اعلامیه

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
اگست 15, 2023
کټګوریانې: افغانستان, خبرونه, مهم
0
33
ځلې شریک شوی
417
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

 دوه کاله وړاندې د محرم الحرام میاشتې په ۷ چې د اسد میاشتې له ۲۴ مې سره سمون خوري د اسلامي امارت د مجاهدو ځواکونو لخوا د ۳۲ ولایتونو له پرلپسې تصرف وروسته د کابل ښار هم  فتح شو. د کابل د فتحې د دوهمې کلیزې په رارسېدو  سره ټول مؤمن او مجاهد ولس ته مبارکي وایو او له الله تعالی څخه ورته د جهاد د بریا او عظیمې فتحې د شکر اداء کولو توفیق غواړو. د اشغال په وړاندې زموږ د مؤمن ولس د شل کلن جهاد بریا او سرتاسري فتحه، هغه واقعیت دی چې نه یوازي افغان ولس: بلکې ټول اسلامي امت ته د ویاړ، فتحې او سرلوړۍ احساس ورکوي او په الهي نصرت یې باور نور هم ټینګوي. افغانانو د تاریخ په اوږدو کې د خپل دین، هېواد او آزادۍ لپاره خورا سترې قربانۍ ورکړې، چې د دغو سترو قربانیو او سرښندنو په نتيجه کې د یو سوچه اسلامي نظام اقامه زموږ د مجاهد ولس لوی آرمان و چې الحمد لله پوره شو. اسلامي امارت د خپل مجاهد ولس د واقعي نماینده نظام  په توګه د الله تعالی په نصرت او د مجاهد ملت  په حمایت سره  وتوانیدی چې د جهاد یو خورا ستړی او ستر بهیر په بریا سره سرته ورسوي او د یو سوچه اسلامي نظام د قیام او استحکام لپاره زمینه مساعده کړي. اوس چې الحمدلله په هېواد کې سرتاسري امنیت تأمین شوی، د هېواد ټول قلمرو تر واحد قیادت لاندې اداره کېږي، اسلامي نظام حاکم دی، هره خبره د شریعت له زاويې څخه مطرح کېږي دا ټول زموږ د مېړني ولس د قربانیو نتېجه او د مجاهدینو د سرښندنو محصول دی. د کابل فتحې یو ځل بیا ثابته کړه، چې هیڅوک نشي کولای د پردیو د مټو په زور افغان ویاړلی او مجاهد ملت اېل او خپله بقا تضمین کړي. همدارنګه دې ورځې واضحه کړه، چې دلته د اشغالګرو ټولې هڅې په شکست باندې محکومې دي او هیڅ یرغلګر ځواک نشي کولای د خپلو وسلو او دسیسو په زور د افغان مجاهد ملت اراده ماته  او د خپلې خوښې لاسپوڅی نظام ورباندې تحمیل کړي. د افغانستان اسلامي امارت مشران ژمن دي،  تر هغو چې  ژوند او امکان وي، د اسلامي شریعت په چوکاټ کې به د خپل ملت خدمت کوي، د هېواد د ابادۍ او سمسورتیا  لپاره به کار کوي او بیا به نه پرېږدي چې کوم متجاوز زموږ د خاورې آزادۍ او استقلال ته ګواښ متوجه کړي. ان شاءالله تعالی وما ذلک علی الله بعزیزد افغانستان اسلامي امارت۲۸/۱/۱۴۴۵هـ ق

۲۴/۵/۱۴۰۲هـ ش ــ 2023/15م

دا هم ولولئ

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

لوی ټکي: اسلامي امارتاعلامیهفتحهکابل
مخکینې مطلب

ارمغان ٢٤ اسد

بل مطلب

ملا محمد یعقوب مجاهد: نور یې د غچ‌ اخیستنی فکر له منځه وړی او د هېواد د پر آبادۍ کار کوي

ځانګړي مطالب

افغانستان

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
افغانستان

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
افغانستان

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
خبرونه

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
خبرونه

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026

وروستي

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

نظرپوښتنه: د ولسمشر ټرمپ محبوبیت تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اقتصادي معاونیت: د واخان دهلېز سړک چارې ۷۴ سلنه بشپړې شوې او د روان کال تر پایه به بشپړې شي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com