ملا محمد یعقوب مجاهد: نور یې د غچ‌ اخیستنی فکر له منځه وړی او د هېواد د پر آبادۍ کار کوي

کابل ټکی کام (سه شنبه ۲۴ زمری، ۱۴۰۲ل)

د اسلامي امارت په مشرۍ د افغان سرپرست حکومت د دفاع وزیر ملا ملا محمد یعقوب مجاهد وايي، چې نور یې د غچ‌ فکر له منځه وړی او د هېواد د پر آبادۍ کار کوي.

مجاهد دا څرګندونې نن سه‌شنبه د زمري ۲۴مه په دفاع وزارت کې پر افغانستان د اسلامي امارت د دویمې کلیزې په مناسبت یوې غونډې ته کړې دي.

مجاهد ویلي چې نور د غچ‌اخیستنې پرځای د هېواد د آبادولو وخت را رسېدلی او دوی په دې برخه کې کار پيل کړی دی.

افغان دفاع وزیر همداراز په هېواد کې شته ستونزو ته په اشارې ویلي چې هېوادوال دې له صبر کار واخلي او شته ستونزې به هم حل شي.

د ویلو ده چې نن سه‌شنبه د زمري ۲۴مه په افغانستان کې د امریکا د لاس پوڅي او تش په نوم جمهوري نظام د سقوط او د «اسلامي امارت» د واکمنېدو دویمه کلیزه ده او افغان حکومت د دې ورځې په ویاړ په ټول هیواد کې عمومي رخصتي اعلان کړې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button