محمد اصف آزاد
د هرې دا ډول مهمې ورځې یاد لمانځنه خپل ځانګړي پیغامونه، درسونه او عبرتونه لري. د دا ډول ورځو لمانځلو اصل هدف هم همدا دی چې د لمانځلو په ترڅ کې یې دغو ځانګړو درسونو او پیغامونو ته پام وشي.
د اسد څلرویشتمه هم د یوې خورا مهمې تاریخي ورځې په توګه خپل ځانګړي، مهم او باارزښته درسونه او پیغامونه لري. چې په دې لیکنه کې به د دې ورځې یو مهم درس او یو پیغام څخه یادونه وکړو.
_ د اسد څلرویشتمه د قوي او غښتلي ایمان پر وړاندې د مادیاتو د ناکامۍ او ماتې ورځ ده. په دې ورځ د نړۍ یوه لوی مادي زبر ځواک او د وخت په تر ټولو قوي او موډرنو وسایلو، وسایطو او زور و زر سنبال قوت ماتې خوړلې؛ دا ماتې یې له هغه چا څخه خوړلې چې د مادي قوت له لحاظه په هیڅ توګه ور سره د پرتلې نه و.
د اسد څلرویشتمه د ایمان پر وړاندې د مادیت د ماتې او شکست ورځ ده. دا ورځ یو ځل بیا هغو کمزورو وګړو ته د ایمان درس ورکړ، چې د مادیاتو پر وړاندې یې د معنویت پر قوت باندې باور له لاسه ورکړی و او یا ضعیف شوی و. د دې مبارکې ورځې د ګڼو درسونو څخه زما په اند دغه یاد درس ځکه مهم دی، چې د دې ورځې دا مهمه واقعه په یوه داسې زمانه کې پېښه شوه؛ چې متاسفانه د ډېرو وګړو، آن د ډېر شمېر مسلمانانو هم پر معنویاتو باور کمزوری شوی و او یوازینۍ قوت د دوی په اند مادي ځواک او قوت و. که څه هم په کتابونو کې به ډېرو له دوی دا لوستي و چې ۳۱۳ نفره په زرو بریالي شوي، تش لاسي او پلي سرتېري په سنبال او سپرو لښکرو بری موندلی او د تاریخ په پاڼو کې ډېرې هغه واقعې به یې لوستي وي چې څرنګه یو کوچنۍ لښکر، په ډېرو لویو او آن د هغوی د شمېر په څو چنده زیات شمېر لرونکي لښکرو بریالي شوی. او د قران کریم دا مبارک ایت هم: (كَم مِّن فِئَةٍ قَلِيلَةٍ غَلَبَتْ فِئَةً كَثِيرَةًۢ بِإِذْنِ اللَّهِ ۗ وَاللَّهُ مَعَ الصّٰبِرِينَ.) سورة البقره: ۲۴۹ ایت.
ژباړه: “ډېر ځله داسې شوي دي چې يو وړوكی ټولګۍ د الله په امر پر يوې لويې ډلې برلاسه شوی دی. الله د صبر كوونكو ملګرى دى.”
خو اوس دا باور د ډېرو په زړونو کې کمزوری شوی و.
ځکه خو شل کاله وړاندې، هغه مهال چې د امریکا په مشرۍ نړیوالو تېریګرو پر افغانستان ناروا یرغل وکړ؛ نو د مادي زور او قوت لروونکې امریکا او ملګرو پر وړاندې یې د تش لاسي، خو د باایمانه مسلمان ملت جهاد او مقاومت، د کمزورو ایمان خاوندانو په اند یو ساده توب او حتی لېونتوب برېښېده. خو هماغه مهال هم، هغو وګړو چې پر هر څه د ځواکمن او غالب خدای باندې یې قوي او غښتلی ایمان او باور درلود او د الله جل جلاله د مرستو په وعدو یې باور درلود؛ نو یې په ډېر جرئت د هماغو مادي زورورو لښکرو پر وړاندې د مبارزې توغ پورته کړ او په یوه نړۍ مېړانه یې دا مبارزه پیل کړه. چا چې دا ډول غښتلی ایمان درلود؛ شل کاله وړاندې یې د امریکا په ماتې او شکست هم همداسې باور درلود، لکه دا نن یې چې شرق او غرب عملاً په غړېدلو سترګو ویني. په همدې قوي ایمان او باور خو د وخت د مؤمنانو امام، حضرت امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د جهاد بیرغ پورته کړ. کله چې د امریکا د مادي قوت او ځواک خبره ورته کیږي، نو دی داسې ځواب ورکوي، چې د نوموړي د قوي او غښتلي ایمان ښکارندویي کوي. “امریکا موږ ته د ماتې او شکست وعده راکړې ده، او الله تعالی موږ ته د فتحې او بري وعده راکړې؛ نو ګورو چې کومه وعده رښتونې ده.”
بل ځای وایي: “الله تعالی له مؤمنانو سره د بري وعده کړې ده، نو له ځانونو حقیقي مؤمنان جوړ کړئ، الله تعالی به ضرور بریا در نصیب کړي؛ ځکه الله تعالی د خپلې وعدې مخالفت نه کوي.”
هوکې، د اسد څلرویشتمې نړۍ ته پر مادیاتو باندې د ایمان د غلبې او برلاسۍ درس ورکړ. په محکومو او مظلومو ملتونو کې یې د آزادۍ روحیه پیدا کړه. او د آزادۍ لپاره د بوختو وګړو هڅې یې ګړندۍ، هیلې ژوندۍ او د امېد مړاوې غوټۍ تازه کړې.
_ د اسد څلرویشتمه د افغان مسلمان ملت په اړوند نړۍ ته یو ځانګړی پیغام ورکوي. په ځانګړې توګه د نړۍ هغو بدماشو هېوادونو ته چې د نورو ملتونو د تسخیرولو، غلام جوړولو او د خپلو ایډیالوژیو پرې تحمیلولو فکر لري. دوی ټولو ته دا ورځ پیغام ورکوي چې دا افغان مسلمان ملت په هېڅ قېمت هم د نورو د غلامۍ قبلوونکی نه دی، د تحمیلي ایډیالوژیو منوونکی نه دی او پردي نظامونه هیڅکله هم نه مني.
دا ورځ ور یادوي چې دې ملت پرون د کمونېزم څپه شنډه کړه او نن یې د ډیموکراسۍ او لېبرالېزم راوړونکو ته د ډیموکراسۍ او لېبرالېزم ګیلم ور په شا او له خپلې خاورې وزغلول؛ نو بویه چې ترې نور عبرت واخیستل شي او دا ناسمه تګلاره او دا له اوله ماتې خوړلې تګلاره پرېښودل شي او دا زړه او تکرار شوې تجربه نور تکرار نشي؛ ځکه دا تجربه دوی ته له ناکامۍ او بدنامۍ پرته بل څه نلري. تاریخ یې شاهد دی، پرون یې شاهد دی او هم یې دا نن شاهد دی. نور بویه چې د افغان مسلمان ملت د خوښې وړ خپلواک اسلامي نظام ته په درنښت او احترام قایل شي.
همدا رنګه دا ورځ د پردیو تر څنګ، د دې هېواد هغو وګړو ته هم ورته پیغام لري چې همېشه کله د یو یرغلګر او کله بیا د بل یرغلګر هېواد د موخو لپاره د خپل ملت پر وړاندې دریږي او پر دې ملت باندې د پردیو پر مټ د پردیو او پوچو نظریو او نظامونو د تحمیل هڅه کوي او بیا د بریا هیله هم لري. دوی دې له خیاله راووځي، واقعیت ته دې متوجه شي؛ او ودې ګوري چې د پرونیو کمونستانو د کمونېستي نظریې او نظام انجام یې څه شو؟! هغه چې د پردیو زور ړانده کړي و، د هغه “نه په شا تلونکی انقلاب” یې څه شو؟! هغه چې دوی به نه په شا تلونکی باله؛ خو د مؤمن افغان ګوزار داسې په شا وتمباوه، چې آن په مسکو کې هم لا د تم کېدو نشو.
د نننۍ ډیموکراسۍ او لېبرالېزم انجام یې په وړاندې پروت دی.
هوکې، دوی دې د دې تکرارېدونکو ماتو څخه عبرت واخلي او هم دې تاریخ ته مراجعه وکړي او ودې لولي، چا چې په دې مېړني ملت د پردیو پر مټ د واکمنۍ خوبونه لیدل؛ خوبونه او تختونه یې دواړه اوبو وړي او په تاریخ کې د دې ملت پر وړاندې په ډېر بد او سپک ځای کې قرار لري.
په پای کې د دې مبارکې او له ویاړ او افتخار د ډکې ورځې مبارکي بشپړ اسلامي امت ته او په ځانګړې توګه افغان مسلمان ملت ته وایم.
















