روسیه کې اورلګېدنه؛ ۲۵ تنه مړه او لسګونه نور ژوبل شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه ۲۴ زمری، ۱۴۰۲ل)

د روسیې په جنوب کې د تېلو په یوه ټانک کې د اورلګېدنې او چاودنې له امله د دریو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۲۵ تنه مړه شوي دي. دغه اورلګېدنه پرون د داغستان په ښار کې د موټرونو په یوه کارخانه کې رامنځته شوې، چې وروسته د تېلو ټانک ته ورسېده. د روسیې د روغتیا وزارت مرستیال ولادیمیر فیسنکو ویلي، چې په دې پېښه کې ۶۶ کسان ټپیان شوي، چې د لسو روغتیايي وضعیت نازک دی. د اور لګېدنې علت معلوم نه دی؛ خو روسیي چارواکي وايي چې په اړه يې پلټنې پيل شوې دي

مربوطه مطالب

Back to top button