پاکستان کې قران ته د سپکاوي په غبرګون کې: ۱۹ کلیساوې سوځول شوي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۹ اسد، ۱۴۰۲)
د پاکستان پوليسو له څېړنو وروسته ويلي، چې د پنجاب په جړانواله ښار کې قهرجنو مسلمانانو د عيسويانو له اتيا ډېر کورونه او نولس کليساوې سوځولې دي. د تيرې چهارشنبه په ورځ په جړانواله ښار کې مسلمانانو ويل، چې چې دوو مسيحيانو قرانکريم ته سپکاوي کړی دی. له دې وروسته مسلمانانو د عيسويانو پر کورونو بريد وکړ، چې د پوليسو په وينا له حملې مخکې عيسويان له خپلو کورونو وتلي وو. پوليس وايي ،چې په دې تړاو يې دوه عيسويان او يوسل او اته وېشت مسلمانان نيولي دي. په پنجاب ايالت کې وړمه ورځ د عيسويانو پر درې زره دوه سوه کليساوو پوليسو پيره وکړه، چې مسلمانان يې ونه سوځوي.



