ملي دفاع وزارت: د اوپراسیوني عملیاتو په پایله کې ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې نیول شوي

د ملي دفاع وزارت مسئولینو، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې د یوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال، د وزارت د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.

د ملي دفاع وزارت مسئولینو په دې مطبوعاتي کنفرانس کې وویل: په سرحدونو کې د امنیتي ګواښونو مخنیوي لپاره ۶۳ کنډکونه؛ په ۳۷ کمپونو، ۱۰۸ بېزونو او ۶۰۰ پوستو کې ځای پر ځای شوي دي.دغه راز د سرحدي ځواکونو په تشکیل کې ۴۴ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د ملي دفاع وزارت مسئولینو زیاته کړه، د وروستي یوه کال پر مهال د اوپراسیوني عملیاتو پایله کې ۸۴۱۸ میله سپکې او ۳۱۸ میله درنې وسلې، ۵۰۴۴ موټرسایکلونه، ۵۳۸ بېلابېل وسایط، ۱۲۰۵ ګیلوګرامه چاودېدونکي توکي، ۹۱۷ کړۍ لاسي بمونه، ۸۴۱ کړۍ ماینونه، ۵۳۱ پایې مخابرې، ۴۵۳ دوربینونه او د سپکو او درنو وسلو مهمات ترلاسه شوي دي.
د وزارت د مسئولینو په خبره، د تېر کال پر مهال د ۳۶۹۳ وظیفوي الوتنو په ترڅ کې ۳۱۴۲۴ تنه مسافر او د طبیعي او غیر طبیعي پېښو ۳۱۴ ټپیان او ۱۷۹ شهیدان له ولایتونو څخه مرکز او له مرکز څخه ولایتونو ته لېږدول شوي دي.
مسئولین وایي، چې په تېر کال کې د اسلامي ملي اردو له تعلیمي او تحصیلي موسسو، مسلکي ښوونځیو او تعلیمي مرکزونو څخه، د قطعاتو او جزوتامونو ۲۴۷۷۴ تنه منسوبین فارغ شوي دي. دغه راز د لیکو تصفیې کمېسیون لخوا ۳۵۵۸۷ تنه غیر مسلکي او په شرایطو نه برابر کسان؛ د ملي اسلامي اردو له لیکو څخه اېستل شوي دي.
د امیر المؤمنین حفظه الله د فرمانونو پلي کول، د قطعاتو او جزوتامونو د منسوبینو ترمنځ د سیرت النبي ص د سیالۍ په لار اچول، د قول اردوګانو او لواګانو په کچه د ۵۰ دیني مدرسو جوړول او ټولو قطعاتو او جزوتامونو کې منصبدارانو، بریدملانو او عسکرو ته د عقیدتي او فرهنګي درسونو ورکول؛ د دعوت او ارشاد برخه کې د وزارت له فعالیتونو څخه دي.د مسؤلینو د معلوماتو له مخې، د ملي اسلامي اردو د ظرفیتونو لوړول، د پالېسیو او کړنلارو بیا کتنه او اصلاح، د پوځي تجهیزاتو اکمال، د تاسیساتو او ډېپوګانو پراختیا او په زیانمنونکو سیمو کې د اوپراسیونونو تر سره کول؛ د ۱۴۰۲ کال لپاره د ملي دفاع وزارت له عمده پلانونو څخه دي.

Related Articles

Back to top button