کیسه او نبوي سنت

کیسه او نبوي سنت

حامد افغان

وتلی ارواپوه ډاکټر ویکټور فرانکل (Viktor Emil Frankl) ، وایي: یو وخت په نیمه شپه یوې مېرمني تلیفون راته وکړ، ول نږدې ده ځانوژنه وکړم! ډاکټر زیاتوي هغې تلیفون بند کړ، خو ما بیا زنګ ورته وکړ او خبرې مې ورسره اوږدې کړې، د هغې په دردونو او ستونزو ورسره وغږیدم، بیا مې له ځانوژني د ځان ساتني او ژوند کولو باره کې اوږدې خبرې ورسره وکې ، اخیر یې کلکه ژمنه راسره وکړه چې ځان وژنه به نه کوي.

وروسته چې ډاکټر ویکټور هغې سره مخامخ شو، پوښتنه یې ورنه وکړه چې هغه شپه زما کومه خبر د دې لامل شوه چې له ځان وژني یې راوګرځولې؟ هغې ورته وویل: یوه خبره هم نه وه!! ډاکټر په ټینګار سره ورته وویل چې حتما به کومه خبره وه، کنه بیا مو ولې ځان وژنه ونه کړه؟! مېرمني ورته وویل: یقینا چې کومه خاص خبره نه وه، البته په هغه نیمه شپه زما خبرو ته ستا غوږ نیولو؛ زه له ځان وژني منعه کړم!!

کومه نړۍ کې چې داسې خلک یي چې د نورو خبرو، دردونو او کړاؤنو ته په مینه او پوره توجه غوږ نیسي؛ هغه نړۍ د دې وړ ده چې خلک ژوند په کې وکړي او ځان وژني ته زړه ښه نه کړي. روایاتو کې راغلي رسول الله ﷺ به په پوره توجه غږیدونکي ته غوږ نیوی، ان که لیونی به ورته غږیدی هم! بناءً چا ته ښه غوږ نیول سنت طریقه ده او ګټه یې تاسو د ډاکټر ویکټور په کیسه کې ولیدله.

مربوطه مطالب

Back to top button