دادمحمد ناوک
پر سپوږمۍ یو بل، خیرن پل! ندوی رحمه الله د خپل یو دوست په حواله وايي، چې کوم انګریز راته د پېغور په ډول وویل، چې په دومره سرعت او دې دې مشخصاتو سپوږمکۍ مو هوا ته توغولې، وايي دوست مې ورته وویل چې هو تاسې لکه ماهیان تر ځمکې لاندې اوبو کې ګرځېدلی شئ، لکه مرغان هوا ته الوتلی شئ، خو لکه انسانان په ځمکه نه شئ اوسېدلی!
دا اصلي ټکی دی، نړۍ چې څومره غربت ځپلې او څومره په مهارت ولسونه تروړل کېږي سړی حیران شي، چې راتلونکي نسلونه به د اوسني نسل د دې پرمختګونو؟ په تړاو څه وايي؟ اروپا کې په بېلابېلو پلمو د ولس له ستونې ګوله را کېښل کېږي، چې بیا دوی په مریخ کې پرې چکر ووهي چې ایا هلته ژوند ممکن دی که نه، د دې خبرې لپاره چې هلته د ناممکن تصور اړوند منډه وکړې په ځمکه کې باید د میلیونونو کسانو ژوند واخلي!
تازه هند سپوږمۍ ته د سفر خبر ورکړی، هغه هند چې میلیونونه وګړي يې د سرک پر سر وېدېږي او سرپنا نه لري، هغه هند چې د بالیووډ داړه ماران يې یوازې په شهواني تسکین د هنر په نوم ور پاتې لنګ هم ترې خلاصوي، خو دوی دا پر مختګ بولي چې سپوږمۍ کې يې د هغه هېواد بیرغ ودرول شي چې وګړي يې له لوږې، قتل، تن فروشۍ او مرګ ته تیار دي!
له دې سره هم مهاله امریکا غږ پښتو د یو معبد ویډیو خپره کړې، د هند د هماچل پردیش ایالت په درمشاله ښار کې د بودایانو «دلاې لاما» معبد اړوند يې بې له کومې توضیح هلته د عبادت کوونکو یو څه باندې دوه دقیقهی کلیپ خپور کړی، یعنې د دوی غیر مستقیم تلقین دا دی چې د دې دین خلکو وکولی شوای چې سپوږمۍ ته وخېژي؛ خو د جنسي الې د معبد کوم کلیپ يې نه دی خپور کړی!
انسان بې له ضرورته د پرمختګ په نامه یوازې د ځمکې د کرې نه، بلکې اتموسفیر په تخریب بوخت دی، د همدې دروغجن پوښ تر چتر لاندې يې تېره جولای میاشت په تاریخ کې تر ټولو ګرمه میاشت وه، په داسې حال کې چې نه لمر له مرکزیته را نږدې شوی، نه ځمکه له خپل مداره ور پورته شوې، د همدې پرمختګ تر شعار لاندې يې د نږدې لس میلیارده انسانانو لپاره کافي کېدونکو غذايي موادو با وجود، اته میلیارده نفوس داسې وضعیت ته رسولی چې د یو بل پر مرۍ غورېږي!
انسان، که وحي ته تسلیم نه شي، پر عقل تکیې د تباهۍ کندې ته روان کړی!