بغلان: د موټر چپه کېدو پېښه کې ۶ تنه مړه او ۴ نور ټپيان شوي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۵ وږی، ۱۴۰۲ل)

د بغلان ولايت د امنیې قومندانۍ د امنیت امر عبدالغیور خادم وايي، چې تېره شپه شاوخوا اته بجې د اندراب ولسوالۍ اړوند سیمه کې د یو موټر د چپه کېدو له امله ۶ تنه مړه شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
د خادم په وینا دغه کسان د کندز ولایت د یوې کورنۍ غړي وو.
د لویو لارو خرابوالی، د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي، قوانینو او خوندیتوب ته نه پاملرنې له امله ډېر کله د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ترافيکي پېښې رامنځته کېږي چې خلک پکې ژوند له لاسه ورکوي.
‏د يادونې ده، چې شاوخوا درې ورځې وړاندې هم د بغلان- سمنګان پر لویه لاره د ترافیکي پېښې له کبله ۴ تنه مړه شوي او ۸ نور ټپیان شوي و.

مربوطه مطالب

Back to top button