له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه؛ بایډن یو ځل بیا د خپلې پرېکړې دفاع وکړه

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۹ وږی، ۱۴۰۲ل)
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر؛ جو بایډن یوځل بیا له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د خپلې پرېکړې دفاع وکړه او ویې ویل؛ چي له دې هېواده په وتلو سره یې دا ښکاره کړه؛ چي نوره د دې اړتیا نه وه چي د تروریستانو پر وړاندې د مبارزې لپاره دې په هغه هېواد کي پوځیان دایمي حضور ولري.
نن پنجشنبه د سنبلې نهمه چې د اګست له 31 مې سره برابره ده له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو دوه کاله پوره شول او په دې هېواد کي د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسیده.
د امریکا د پوځي حضور له پای ته رسېدو دمخه؛ د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه اسلامي امارت بیا پر افغانستان واکمن شو.
بایډن دغه راز ویلي؛ چي متحده ایالات به د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړي او زیاته یې کړه: (موږ په دې ویاړو؛ چي له افغانستان سره د بشري مرستو تر ټولو لوی بسپنه ورکوونکي یوو.)
د افغانستان د بیارغونې پر چارو د امریکا سرپلټونکي ادارې یا سیګار څو اوونۍ مخکې کانګرس ته په یوه راپور کي وویل؛ چي متحدو ایالتونو په تېرو دوو کلونو کي له افغانستان سره د بشرپالنې ۲،۳۵ میلیارډ ډالره مرسته کړې ده.


