پنجشنبه, اپریل 16, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه افغانستان

په کابل کې د علماوو غونډه: ا.ا.ا دې له نړۍ سره په تعامل کې د اسلامي شريعت او ملي مصالحو په نظر کې نيولو سره سم له لازمې تګلارې څخه کار واخلي

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
اگست 30, 2023
کټګوریانې: افغانستان, خبرونه, مهم
0
19
ځلې شریک شوی
233
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۸ وږی، ۱۴۰۲ل)

په کابل کې د علماء کرامو او متنفذينو د ولسي غونډې پرېکړه ليک:
۱- په کابل کې د علماء کرامو او متنفذينو ولسي غونډه د افغانستان اسلامي امارت د خپل مجاهد ولس د کوشش او قربانيو ثمره بولي او ملاتړ يې د ټولو شرعي او ملي وجيبه بولي؛
۲ـ علماء کرام او مخور پر امارت غږ کوي ،چې نړۍ سره په تعامل کې د اسلامي شريعت، خپلواکۍ او د افغانستان د حيثيت، ملي مصالحو او د عصر د غوښتنو په نظر کې نيولو سره سم له لازمې تګلارې څخه کار واخلي او له نړيوالې ټولنې هم غوښتنه کوي چې د افغانستان حاکم نظام او ځمکنيو واقعيتونو سره معقول او مسئولانه چلن او تعامل وکړي، ترڅو د دواړو لوريو ترمنځ د لازم تفاهم او بشپړ رسمي تعامل زمينه برابره شي؛
۳- اسلامي امارت دې، د خپل اقتصاد محوره بهرني سياست پر بنسټ له ګاونډيانو او د سيمې له هيوادونو سره اقتصادي اړيکي نوري هم پياوړي کړي، تر څو د هيواد په صادراتو او وارداتو کې سهولتونه زيات شي او افغاني محصولاتو ته ښه مارکېټ پيدا شي؛
۴ـ د غونډې ګډونوال د هيواد په ټولو تجارانو او سرمايه دارانو غږ کوي، چې په هيواد کې پانګونه زياته کړي او هيوادوالو ته د کار بوختياوې برابرې کړي؛
۵ـ علماء او مخور له اسلامي امارت څخه غواړي، چې په هيواد کې د پانګونې، معدنياتو او په ښارونو کې د تعميراتو د جوړولو په اړه په قوانينو او حکومتولۍ کې سهولت زيات کړي او خنډونه له منځه يوسي ترڅو پروسې چټکې او ساده شي او هم د کار فرصتونه زيات شي؛
۶ ـ د غونډې ګډونوال په هيواد کې د ديني او معاصرو علومو پر ضرورت او د تعليمي او روزنيزو بنسټونو په پياوړتيا ټينګار کوي او له اسلامي امارت څخه غواړي، چې د اسلامي ارزښتونو او د افغاني ټولنې د دودونو په پام کې نيولو سره په‌ دې برخه کې رغنده اقدامات وکړي؛
۷ ـ علماء کرام او د غونډې ګډونوال د نشه يي توکو سره د مبارزې، د روږدو کسانو د راټولولو او درملنې، د ګدايانو ستونزو ته رسيدگي او هغه ناوړه دودونو چې د جامعې د گمراهي سبب گرځېد‌‌ل د مخنيوي په برخه کې د افغانستان د اسلامي امارت د مدبرانه او مشفقانه کړنو ستاينه کوي او په ټولنه کې د اصلاحي پروګرامونو په تدريجي او نرم ډول د تطبيق په برخه کې له امارت څخه د لا زياتې پاملرنې غوښتنه کوي؛
۸ـ د غونډې ګډونوال پر ټولو ملکي او نظامي امارتي ادارو غږ کوي، چې د فساد پر وړاندې مبارزې ته ژمن پارتې شي او پرې نږدي چې څوک امارت بدنام، ولس ازار او بيت المال ته زيان واړوي؛
۹ـ د غونډې ګډونوال په هيواد کې د سرتاسري امنيت او ثبات څخه خوښي څرګندوي او پر امنيتي او دفاعي ادارو غږ کوي چې د هيواد د امنيت د تامين او د سرحدونو د ساتنې په برخه کې ځانګړې پاملرنه همداسې جدي ولري او اجازه ورنه کړي چې راغلي امنيت او ثبات د فتنه‌ګرو او ورانکارو ډلو لخوا وننګول شي.
۱۰ـ د غونډې ګډونوال له نړيوالې ټولنې څخه جدي غوښتنه کوي چې له موجوده حکومت سره لازمې مالي مرستې وکړي او د بانکي بنديزونو د لرې کولو او د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ازادېدو په برخه کې دې چټک ګامونه واخلي.
۱۱ـ موږ د غونډې ګډونوال د اسلامي امارت له ټولو مسئولينو څخه په کلکه غوښتنه کوو، چې د عاليقدر امير المؤمنين حفظه الله ټول حکمونه او فرامين په اړوندو برخو کې عملي کړي او سرغړونکو سره جدي چلند وکړي.
۱۲ـ موږ د غونډې ګډونوال يو ځل بيا د اسلامي امارت له مشرتابه د عاليقدر امير المؤمنين حفظه الله
سره د خپل بيعت تجديد کوو، همدغه شان موږ د کابل ولايت مرکز او ولسواليو ټول ولسونه د اسلامي امارت حمايت او ملاتړ اعلانوو.

دا هم ولولئ

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

لوی ټکي: علماءغونډهکابلمتنفذین
مخکینې مطلب

د لیبیا جګړه؛ بنغازي کې د حکومتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ درنې نښتې روانې دي

بل مطلب

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه؛ بایډن یو ځل بیا د خپلې پرېکړې دفاع وکړه

ځانګړي مطالب

افغانستان

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
خبرونه

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
افغانستان

د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
خبرونه

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
افغانستان

د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون کې د رادیولوژۍ عصري ډیجیټلي سیستم فعال شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026

وروستي

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون کې د رادیولوژۍ عصري ډیجیټلي سیستم فعال شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

سناتور وان هولن: ټرمپ حقیقت پټوي، موږ له ایران سره جګړه کې بریالي نه یو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ولسمشر ټرمپ: د امریکا او ایران کړکېچ پای ته نږدې شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ګوترېش: د منځني ختیځ کړکېچ پوځي حل نه لري مذاکرات دې ژر پیل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د بورکینافاسو ولسمشر: د “ډیموکراسۍ” تر نوم لاندې هېوادونه ویجاړېږي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سنټکام: د ایران بندرونه مو کلابند کړي؛ هېڅ کښتۍ ته د تګ اجازه نه ورکوو

    15 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د سیمې د کړکېچ په هکله د اردوغان خبرداری؛ که اړتیا شي، د اسرائیلو دننه به عملیات وکړو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون کې د رادیولوژۍ عصري ډیجیټلي سیستم فعال شو

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

سناتور وان هولن: ټرمپ حقیقت پټوي، موږ له ایران سره جګړه کې بریالي نه یو

ولسمشر ټرمپ: د امریکا او ایران کړکېچ پای ته نږدې شوی

ګوترېش: د منځني ختیځ کړکېچ پوځي حل نه لري مذاکرات دې ژر پیل شي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com