(کابل ټکی کام، سه شنبه ۱۴ وږی، ۱۴۰۲ل)
د اسلامي امارت مرستیال د بښنې نړیوال سازمان پوښتلي، چې په افغانستان کې د خلکو مقدساتو ته سپکاوی او د بمونو د مور کارول د بشري حقونو نقض دی که د امنیتي کمرو نصبول.؟
د بمونو د مور کارول د بشري حقونو نقض دی که د امنیتي کمرو نصبول؟
د اسلامي امارت د لومړي وزیر اداري مرستیال د بښنې نړیوال سازمان پوښتلي، چې په افغانستان کې د خلکو مقدساتو ته سپکاوی او د بمونو د مور کارول د بشري حقونو نقض دی که د امنیتي کمرو نصبول.؟
مولوي عبدالسلام حنفي وړمه ورځ د وږي ۱۲ مه ملت ته د دولت د حساب ورکولو پروسې په پای غونډه کې وینا وکړه او ویې ویل، چې د اسلامي نظام تر چتر لاندې د په ټولو برخو کې د ټولو انسانانو واړه حقوق خوندي.
نوموړي زیاته کړې، هېڅوک د چا د توهین او ځورونې حق نه لري، هېچا ته دا اجازه نه ورکول کېږي، چې د چا په شخصي ملکیت او ناموس تېری وکړي، آبرو، غزت، حیسیت، پانګې او ان د غیر مسلمانو عبادت خونې لا خوندي دي.
دی وايي، اسلامي امارت د بیان آزادۍ ته ژمن دی په داسې حال کې، چې دغه آزادۍ د اسلامي اصولو او ارزښتونو په چوکاټ کې وي او د ملي ګټو مخالف نه وي او د خلکو خصوصي حریم په کې خوندي وي.
مولوي عبدالسلام حنفي د بښنې نړیوال سازمان له لوري د امنیتي کمرو پر نصب نیوکې ته د پوښتنې په توګه ویلي«د بمونو د مور کارول، د نشه يي توکو اوج ته رسول، د مدرسو بمبارول، مقدساتو ته توهین، د خلکو د کروندو بمبارول اود بې ګناه ماشومانو شهیدانول د بشر حقوق نه شمارل کېدل، خو اوس چې د افغانستان د مشروع حکومت له لوري د امنیت د ټينګښت، د قانون حاکمیت، د پردیو د مزدورانو د ورانکاره کړنو د مخنیوي په خاطر په عمومي ځایونو لکه جوماتونو او ښارونو کې کمرې نصب کوي د خلکو د بشري حقونو نقض بلل کېږي؟ که چېرې د امنیتي کمرو نصبول د اشخاصو د حقونو نقض وي نو تاسو خو تر اسلامي امارت وړاندې امنیتي کمرې نصب کړې، نو د انسانانو د بشري حقونو اصلي ماتوونکي خو تاسو یاستۍ.»
دی وايي، د عمومي عفوې برخه کې د ملا هبت الله فرمان لا هم په خپل ټول قوت پر ځای دی او که چېرته کومه پېښه رامنځ ته کېږي هم هغه اسلامي امارت یو جرمي عمل بولي او هر چا چې وکړ محکمې ته ورپېژندل کېږي.
د حنفي په وینا اوس د نشه يي توکو کښت، سوداګري او قاچاق مخینوی شوی خو د تل پاتې ثبات او امنیت د ټينګښت، د نشه يي توکو او ځوانانو د کډوالۍ د مخنیوي لپاره باید لویې پروژې لکه ټاپي، کاسا یک هزار، ټاپ او د پلخمري د سرخان پروژې عملي شي.
مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان په ۲۰ کلنه جګړه کې له ښکېلو هېوادونو وغوښتل، چې د اقتصادي پروژو د پلي کولو مخنیوی دې نه کوي.


















