ننګرهار: د کمپونو سروې او په اړه يې د پرېکړې نيولو په موخه مشورتي ناسته ترسره شوې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۵ وږی، ۱۴۰۲ل)
د ننګرهار مرستيال والي مولوي سعيد احمد بنوري، د کرنې وزارت مالي او اداري معين مولوي فضل الباري فضلي، د کډوالو وزارت د داخلي بې ځايه شويو چارو رئيس سردار شېرزاد او د قومونو او قبايلو چارو وزارت د کوچيانو چارو رئيس مولوي ګلزرين د شيخ مصري، کابل کمپ، تګاب کمپ او فارم هډې کمپ هر اړخيزې سروې او په اړه يې د پرېکړې نيولو په موخه د مرستندويه ادارو استازو او ددغه ولايت چارواکو سره مشورتي ناسته وکړه.
د ننګرهار مرستيال والي مولوي سعيد احمد بنوري وويل، چې په ننګرهار کې د ګڼ شمېر ولایتونو داخلي بې ځايه شوې کورنۍ په دولتي ځمکو کې ژوند کوي، چې مرکز يې د سرنويشت ټاکلو په موخه پلان لري او په دې برخه کې يې د مرستندويه ادارو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستيال مولوي فضل الباري فضلي او د کډوالو چارو وزارت د داخلي بې ځايه شويو کورنيو د چارو رئيس سردار شېرزاد وويل، چې دوی د څلورو کمپونو شيخ مصري، کابل کمپ، تګاب کمپ او فارم هډې کمپ د کورنيو او وګړو د شمېر او امکاناتو په اړه سروې کوي، چې معلومات به يې مرکز سره شريک او وروسته به لازمه پرېکړه تر سره شي.
دوی د مرستندويه ادارو له مسئولینو وغوښتل، چې سروې، او د يادو کمپونو په اړه د پرېکړې پر مهال ور سره لازمه همکاري وکړي.
په ننګرهار کې د ملګرو ملتونو د نړيوالو مؤسسو استازو په خپلو خبرو کې وويل، چې دوی به ياده موضوع خپلو مرکزي دفترونو سره شریکه کړي، چې د ا.ا پرېکړې سره سم به د خپلو امکاناتو له مخې همکاري وکړي.



