ا.ا.ا.: په وروستيو پنځه مياشتو کي بهر ته ۴۹ ميلياردو افغانيو په ارزښت سوداګريز توکي صادر شوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۵ وږی، ۱۴۰۲ل)

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال دفتر وايي؛ چي د روان ۱۴۰۲ لمریز کال په لومړیو پنځه میاشتو کي له افغانستان څخه بهرنیو هیوادونو ته د ۴۹ میلیاردو افغانیو په ارزښت سوداګریز توکي صادر شوي دي. دغه دفتر د ایکس ( ټوېټر) په ټولنیزه شبکه کي په خپله پاڼه لیکلي؛ چي د دغو سوداګریزو توکو څه باندې ۹۶ فیصده یې هند، تاجکستان، متحده عربي امارات، ایران، پاکستان، ازبکستان، قزاقستان، چین، ترکیې او عراق هېوادونو ته صادر شوي دي.
دغه دفتر ویلي؛ چي په دغو صادراتي توکو ۶۰ فیصده یې وچه او تازه میوه، زعفران، د ډبرو سکاره، پنبه او ترکاري شامله ده.
د صنعت او سوداګرۍ د وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد خبریالانو ته ویلي؛ چي د روان لمریز کال په لومړیو پنځه میاشتو کي بهرنیو هیوادونو ته د ۳۲۲ میلیونو ډالرو په ارزښت سوداګریز توکي صادر شوي دي.
ښاغلي جواد په دغه موده کي افغانستان ته د وارداتو کچه ۵۲۰ میلیونه ډالره ښودلې ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند د طلوع نیوز ته ویلي؛ چي پاکستان سره د افغانستان صادرات د کال په لومړیو پنځه میاشتو کي ۶۶ میلیونه ډالره کم شوي دي.
ښاغلي جواد پاکستان ته د صادراتو د کمیدو علت نه دی ښودلی؛ خو د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي امریکا غږ ته د صادراتو د کمیدو یو علت په پاکستان کي د افغانستان د ډبرو سکرو ته تقاضا کمیدل ښودلي او ويلېدي؛ چي پاکستان ته د افغانستان د ډبرو سکرو پرتله د جنوبي افریقا او نورو هیوادونو څخه سکاره په ارزانه بیه تمامیږي.

مربوطه مطالب

Back to top button