د لیبیا سیلابونو کې ۳ زره کسان مړه شوي او لس زره نور نادرکه دي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۱ وږی، ۱۴۰۲ل)
له لیبیا ورکړل شوي راپورونه وایي، چې د سختو سیلابونو او توپانونو له امله ۳۰۰۰ کسان مړه شوي او لس زره نور نادرکه شوي دي.
د trt عربي څانګې د خبر له مخې د “ډینیل” توپان او سیلاب له امله د لیبیا ختیځ اغیزمن شوی دی په درنا، بنغازي، سوسي، المرج او بیدا کې لاهم توپان، باران او سیلابونونه دوام لري.
د ليبيا د رسنيو د راپورونو له مخې، په سېلابونو کې د وژل شويو کسانو شمېر درې زرو ته لوړ شوى دى. سره صلیب ویلي چې له سېلاب وروسته د ورکو شویو کسانو شمېر ۱۰ زرو ته رسېدلی دی.
د لیبیا د ملي یووالي حکومت لومړي وزیر “عبدالحمید دیبي” په خپله وینا کې اعلان کړی، چې یوه الوتکه به چې ۱۴ ټنه اکمالات، درمل، تجهیزات او طبي پرسونل په کې بار دي بنغازي ته د مرستې لپاره استول شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې درنا ولایت د سيلاب د ناورين له امله ډېر زيانمن شوى، د دوو بندونو د نړېدو له امله ښار ته له ٣٠ ميليونه متر مکعب څخه زياتې اوبه داخلې شوې چې د خطرناکو سیلابونو د را وتلو لامل ګرځیدلي دي.
په ورته مهال د لیبیا په لوېديځ او ختيځ کې دوو بېلابېلو ادارو له نړيوالو د بیړنیو مرستو غوښتنه کړې او حکومت په ټول هېواد کې درې ورځنى ملي ماتم اعلان کړى دى.
د ویلو ده چې په ۲۰۱۱م کال کې د معمر القذافي د حکومت له نسکوریدو وروسته دغه هېواد په ختیځ او لویدیځ ویشل شوی ده. د لیبیا د ملي یووالي حکومت لومړی وزیر “عبدالحمید دیبی” چې ترکیه یې ملاتړ کوي په لویدیځ کې دنده ترسره کوي او د ملګرو ملتونو لخوا په رسمیت پیژندل شوی “اسامه حمد بیا”په ختیځ کې د لومړی وزیر په توګه دنده ترسره کوي.



