کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۲ وږی، ۱۴۰۲ل)
په داسې حال کې چې د سوډان د پلازمینې خرطوم په ګډون د دغه هېواد په ګڼو سیمو کې د پوځ او د چټک غبرګون د ځواکونو ترمنځ لا هم خونړۍ نښتې روانې دي سوډاني چارواکو خبر ورکړی، چې د پوځ مشر او چارسمبالی ولسمشر جنرال “عبدالفتاح البرهان” له ولسمشر اردغان د مرستې غوښتلو لپاره ترکیې ته ځي.
یوې سرچینې سکای نیوز عربي ته ویلی چې د سوډاني پوځ مشر ښاغلی برهان به نن چهارشنبه د سپټمبر په ۱۲ مه نېټه ترکیې ته په یو بیړني سفر لاړ شي.
سرچينې څرګنده کړې، چې جنرال عبدالفتاح البرهان به د دغه سفر په ترڅ کې د ترکيې له ولسمشر “رجب طيب اردوغان” او د ترکيې له لوړ پوړو چارواکو سره د جګړې د پای ته رسولو د لارو چارو او د سودان له خلکو سره د مرستې په اړه رسمي خبرې وکړي.
دا له سوډان څخه بهر د برهان پنځم سفر دی، ځکه چې د اپریل په نیمایي کې په دې هیواد کې شخړې پیل شوې.
په سوډان کې له څو میاشتو راهیسې د پوځ او د چټک ملاتړ د ځواکونو ترمنځ خونړۍ جګړې روانې دي.
یوې روغتیایي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سکایي نیوز ته ویلي، چې پرون د سه شنبې په ورځ خرطوم ته څېرمه په یوه برید کې لږ تر لږه ۱۷ ملکي وګړي وژل شوي، چې عیني شاهدانو یې پړه د چټک غبرګون پر ځواکونو اچولې ده؛ خو دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د پلازمینې خرطوم په اړونده سیمه کې د پوځ په هوایي بریدون کې ۲۰۰ کسان وژل شوي وو.
د ویلو ده چې په سوډان کې د روان کال د اپریل میاشتې په نیمایي کې د پوځ او د چټک غبرګون د ځواکونو ترمنځ د قدرت پر سره نښې پیل شوي، چې د روغتیایي سرچینو په حواله تر اوسه پکې ۷۵۰۰ کسان وژل شوي او سلکونه نور ټپیان دي.