کابل: د ځانګړو ځواکونو عملياتو کې ۴ انسان تښتونکي وژل شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۱ وږی، ۱۴۰۲ل)
د راپورونو له مخې ، د کابل ښار په کارته نو سيمه کې د ځانګړو ځواکونو د عملياتو پر مهال ۴ انسان تښتونکي وژل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې د دغه وزارت اړوند د ځانګړو ځواکونو لويې قوماندانۍ تیره شپه د یو لړ کشفي او اوپراتیفي معلوماتو پر بنسټ د کابل ښار اتمې حوزې کارته نو سیمه کې عملیات ترسره کړي دي.
د وزارت د معلوماتو پر اساس ، ياد عملیات د یو تن هیوادوال د ژغورلو په موخه پلان شوي وو، چې څو ورځې وړاندې د انسان تښتوونکو يوې ډلې د کابل ښار له کارته نو سیمې تښتولی و.
خبرپاڼه کې راغلي:«یاد تښتول شوي کس د خلاصون عملیات نن د سې شنبې په شپه په ١ نيمه بجه پیل شول، چې نږدې د شپې په ۲ بجو او ۱۵ دقيقو پای ته ورسيدل».
کورنيو چارو وزارت ويلي، په دغو عملياتو کې سړي تښتوونکو له امنيتي ځواکونو سره وسله واله نښته وکړه، چې په پایله کې د یادې ډلې ٤ غړي ووژل شول زياتوي چې له بده مرغه تښتول شوی هيوادوال په داسې حال کې مجاهدینو ته په لاس ورغی، چې انسان تښتوونکو په شهادت رسولی و.



