کابل ټکی کام (شنبه، ۲۵ وږی، ۱۴۰۲ل)
د روسیې دولتي اژانس ریانووستي د تېره ورځ د (وږي ۲۳مه) راپور ورکړی؛ چي د افغان سپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر”امیرخان متقي” به د مسکو فارمټ ناسته کې د ګډون لپاره کازان ته لاړ شي.
دغه ناسته د راتلونکی جمعې په ورځ د (تلې په ۷مه) په روسیه کي د لسو هېوادونو د استازیو په حضور کي ترسره کيږي.
تمه کيږي؛ چي په دغې ناسته کي به د روسیې، هند، ایران، قزاقستان، قرغېزستان، چین، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او اوزبکستان استازي ګډون وکړي.
افغان حکومت لاتراوسه په دغې ناسته کي د خپل ګډون په اړه څه نه دي ویلي؛ خو افغان حکومت ته ځینو نږدې سرچینو “کابل ټکی کام” ته منلې؛ چي امیرخان متقي به په دغې ناسته کي ګډون وکړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې؛ ماریا زاخارووا د چهارشنبې په ورځ د ( وږي په ۲۲مه) په یوې خبري ناسته کي وویل؛ چي د مسکو په فارمټ ناسته کي به د افغانستان پر اوسني وضعیت، د افغانانو ترمنځ پخلاینه، د سیمې امنیت او له جګړې وروسته د افغانستان د بیارغونې په اړه خبرې اترې کېږي.
د اغلې زاخارووا په وینا؛ ګډونوال به د افغانستان په اړه د نظرونو له تبادلې وروسته یوه ګډه بیانیه هم خپره کړي.
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف وړاندې ویلي و؛ چي په افغانستان کي د ټولګډونه حکومت د جوړولو موضوع هم د دغې غونډې په اجندا کې شامله ده.
د ویلو ده چې د مسکو فارمټ تر سرلیک لاندې په لومړي ځل دغه غونډه په ۲۰۱۷م کال کي د افغانستان د شخړو د هواري لپاره جوړه شوې وه.
په کازان کي راتلونکي ناسته د مسکو د فارمټ پنځمه غونډه ده
په تېرې ناستې کي افغان حکومت ته بلنه نه وه ورکړل شوې.


















