ولسمشر اردوغان نړۍ دی افغانستان یواځې نه پریږدي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۹ وږی، ۱۴۰۲ل)
د ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردوغان” د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په ۷۸ مه غونډه کې د افغانستان وضعیت ته په اشارې ویلي چې نړۍ دی افغانستان سره مرستې وکړي او یواځې دی نه پریږدي.
ښاغلي اردوغان دا څرګندونې پرون سهشنبه د سپتمبر ۱۹مه د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې کړې دي.
هغه زیاته کړې چې نیمه پېړۍ د افغانستان خلک له سختو ستونزو سره مخ دي او د ‘سیاسي پالیسۍ له توجیه’ پرته د یاد هېواد وګړي جدي بشري مرستو ته اړتیا لري.
د ترکیې د ولسمشر په وینا چې که افغانستان سره مرستې و نشي نو له ستر بشري ناورین سره به مخ شي.
د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ ۷۸ غونډه پرون سهشنبه د سپتمبر ۱۹مه د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د مشرانو په شتون کې پیل شوه.
د ویلو ده چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ دې ۷۸ غونډې ته له افغانستان څخه هېڅ کوم کس نه دی و ور بلل شوی او د اسلامي امارت په مشرۍ د افغان حکومت ویاند “ذبیح الله مجاهد” د افغانستان د استازې له شتون پرته دغه غونډه نېمګړې بللې وه.



