پاکستان: د افغانستان ثبات د اسلام اباد د بهرني سیاست له لومړیتوبونو څخه دی

کابل ټکی کام (شنبه، ۳۱ وږی، ۱۴۰۲ل)

د پاکستان چارسمبالي لومړي وزیر په واشنګټن کې د بهرنیو اړیکو د شورا په یوه فکري مرکز کې د خبرو پر مهال د افغانستان امن د پاکستان د بهرنۍ پالیسۍ له لومړیتوبونو څخه بللی دی.

انوارالحق کاکړ زیاته کړه چې اسلام اباد هڅه کوي چې د ده په خبره په افغانستان واکمن (طالبان) دې ته وهڅوي چې د نجونو د زده کړو حقونو او د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغان خاورې د نه کارېدو په تړاو خپلې ژمنې عملي کړي.

انوارالحق کاکړ ویلي:«باثباته افغانستان د پاکستان د بهرنۍ پالیسۍ په لومړیتوب کې دی، موږ د افغانستان له حکومت سره د امریکا له مستقیم تعامله هرکلی کوو. او په خپله برخه کې موږ خپلو هڅو ته دوام ورکوو هغوی هڅه و چې د نجونو او ښځو د حقونو ورکړې په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي او ډاډ ترلاسه کړو چې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر وړاندې نه کارول کېږي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې هکله وايي:«که‌چېرې کومه ځانګړې موضوع شتون لري؛ لکه د تعلیم او کار موضوع، مناسبو فرصتونو ته اړتیا ده چې له اسلامي شرعیت سره مطابقت پيدا کړي او کار ته اړتیا ده.»

له دې سره سم، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د ملګرو ملتونو سازمان د سرمشریزې په څنډه کې د ناروې، جاپان، د ژغورنې نړۍوالې کمېټې، د اسلامي همکاریو سازمان او د پاکستان د بهرنیو چارو د لنډمهالي وزیر په ګډون د ځينو هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو له چارواکو سره کتلي او د نجونو د زده‌کړو او له افغانستان سره د بشري مرستو ترڅنګ یې د بېلابېلو مسایلو په اړه خبرې کړې دي.

د ویلو ده چې تر دې وړاندې د پاکستان چارسمبالي لومړي وزیر انورالحق کاکړ افغان لومړي وزیر “الحاج ملا محمد حسن اخند” ته د یو ځانګړي پیغام له لاري د دواړو هیوادونو ترمنځ د ورور ولۍ پر پراختیا ټینګار کړی و.

مربوطه مطالب

Back to top button