ایټالوي پانګوال د افغانستان پر کانونو پانګونه کوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱ تله، ۱۴۰۲ل)

د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر له اېټالوي پانګوال د سینګاري ډبرو له متخصص او د نیچرال سټون قراردادي کمپنۍ له رییس پیرو بتهن سره لیدلي دي. په دې لیدنه کې د کانونو سرپرست وزیر ویلي، چې د افغانستان پر کانونو پانګونې ته ښه زمینه او هر ډول اسانتیاوې برابره شوې ده. پیرو بتهن د افغانستان د کانونو سکټور په برخه کې بهرنیو پانګوالو ته د زمینې او اسانتیاو په برابرولو خوښي ښودلې او د رخام، تراورتین او مرمر ډبرو په برخه کې یې پانګونې ته لېواتیا ښودلې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button