د اسلامي امارت په هڅو د عراق په زندانونو کې ۲۵ بندي افغانان آزاد شول

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۶ تله، ۱۴۰۲ل)
د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې په بغداد کې دافغانستان د سفارت په هلو ځلو د هيواد ٢٥ تنه اتباع چې د عراق د جمهوري دولت په زندانونو کې د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله بنديان ول آزاد شول او د اړینو اسنادو له برابرولو وروسته هیواد ته راستانه شول.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند دغه راز ویلي، چې په عراق او د نړۍ په نورو ټولو هیوادونو کې د خپلو اتباعو د خلاصون لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
د ویلو ده چې تر دې وړاندې هم د پاکستان او ایران په ګډون په ګڼو هیوادونو کې بندي افغانان آزاد شوي او هیواد ته را ستانه شوي دي.



