د مسکو فارمټ غونډه؛ مولوي امیرخان متقي نړیوالوته: د حکومتدارۍ نسخې مه راکوئ

کابل ټکی کام (جمعه، ۷ تله، ۱۴۰۲ل)

د اسلامي امارت په رهبرۍ د افغان سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر” مولوي امیرخان متقي” د مسکو فارمټ ناسته کې د خپلو خبرو پرمهال ویلي چې د نړۍ هېوادونه دې دوی ته د حکومت دارۍ نسخې نه ورکوي.

متقي ویلي، نور هېوادونو باید له دوی سره رسمي چلند وکړي او د چین په څېر دې خپل سفیران افغانستان ته را ولېږي.

د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، حکومت یې چمتو دی، چې د پولو د ساتلو په برخه کې له نورو هېوادونو سره په ګډه کار وکړي او د نشه‌يي توکو په شمول د شریرو عناصرو مخنیوی وکړي.

د بهرنیو چارو وزیر دغه راز زیاته کړې، هغه هېوادونه چې د افغانستان په اړه اندېښنې لري، په کار ده چې د افغانستان د واقعي انځور لیدلو لپاره افغانستان ته راشي.

په دې ناسته کې د افغانستان لپاره د روسیې، چین، هند، ایران، پاکستان او د منځنۍ اسیا د یوشمېر هېوادونو ځانګړي استازو ګډون کړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button