د سعودي عربستان پلاوي د مسکو غونډې په څنډه کې له امیرخان متقي سره کتلي

کابل ټکی کام (شنبه، ۸ تله، ۱۴۰۲ل)

د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي د مسکو غونډې په څنډه کې د سعودي عربستان له پلاوي، شهزاده جلوی بن ترکی آل سعود سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو په اړه خبرې کړې دي.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند، ضیا احمد تکل نن شنبه د تلې ۸مه په ټویټر لیکلي چې په دې کتنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سفرونو او بشري مرستو پر زیاتوالي خبرې کړې دي.

د مسکو غونډ تېره ورځ د فدرالي روسیې په تاتارستان کې پیل شوه.

د افغانستان په اړه دا غونډه د پاکستان، قطر، روسیې، کازاخستان او قرقیزستان په ګډون د ۱۰ هېوادونو په حضور کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې د ترکیې او سعودي عربستان استازي هم د څارونکو په توګه بلل شوي وو.

مربوطه مطالب

Back to top button