کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۲ تله، ۱۴۰۲ل)
د اسلامي امارت په رهبرۍ د افغان حکومت مرکزي ویاند “ذبیح الله مجاهد” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د پاکستاني چارواکو له لوري په دغه هیواد کې له مېشتو افغان کډوالو سره روان چلند د منلو وړ نه دی.
مجاهد په خپله ټویټر پاڼه لیکلي: په پاکستان کې له افغان مهاجرینو سره چلند د منلو نه دی.
باید پاکستانی لوری په دې اړوند په خپل پلان باندې له سره غور وکړي.
افغان مهاجرین د پاکستان په امنیتي ستونزو کې لاس نه لري.
نوموړي له پاکستاني لوري غوښتي تر څو پورې چې افغان مهاجرین پخپله خوښه او آرام سره له پاکستانه را وځي، ترهغو باید هغه هیواد زغم وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تیره ورځ د پاکستان د چارسمبالي لومړي وزیر “انورالحق کاکړ” په مشرۍ د کابینې په غونډه کې له دغه هیواد څخه په جبري توګه د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه وشوه.
په پاکستان کې له افغان مهاجرینو سره چلند د منلو نه دی.
باید پاکستانی لوری په دې اړوند په خپل پلان باندې له سره غور وکړي.
افغان مهاجرین د پاکستان په امنیتي ستونزو کې لاس نه لري.
تر څو پورې چې افغان مهاجرین پخپله خوښه او آرام سره له پاکستانه را وځي، ترهغو باید هغه هیواد زغم وکړي.— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) October 4, 2023















