هنیه د اسلامي نړۍ مشرانو ته: د غفلت له خوبه رواویښ شئ کنه د تل لپاره به ویده پاتې شئ

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲ لړم، ۱۴۰۲ل)
د فارس نړیوال خبری اژانس د خبر له مخې د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ «حماس» د سیاسي مشر دکتور “اسماعیل هنیه” په خپلو تازه څرګندونو کې د اسلامي-عربي نړۍ له واکمنو غوښتي، چې د غفلت له خوبه رواویښ شئ کنه د تل لپاره به ویده پاتې شئ.
نوموړي نن سهار د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د غزې په جګړه کې یې د عربو او نورو اسلامی هېوادونو د چټک او پرېکنده دریځ تمه لرله؛ خو متأسفانه داسې ونه شول. غزه کې د صهیونیست ريژیم لخوا د ولسي وګړو ټول وژنه روانه ده او دوی د غفلت په خوب ویده دي.: نوموړي ټینګار کړی، چې د دوی جنګیالي په لوړ مورال له یهودي نیواکګرو سره جګړه کوي. صهیونیستانو یوازې تېره شپه لس ځلې پر غزې د ځمکني یرغل هڅه وکړه؛ خو د الله تعالی په نصرت سره یې موږ مخه ونیوله او نیواکګر له درنو تلفاتو وروسته وتښتېدل.
هنیه د خپلو خبرو پر مهال ټینګار کړی، چې له هېڅ کوم اسلامي هیواد د مرستې تمه نلري خو دا غږ پرې ضرور کوي چې غزه وروستی “مرچل” او ستاسو لپاره ډال ده که خدای مکړه د مقاومت څلي ونړېدل بیا به له غزې وروسته ستاسو نوبت وي او د اور او وینو هغه سېلاب چې نن یې تاسو په غزه کې په مړو سترګو ننداره کوئ ستاسو تر ماڼیو هم در ورسېږي.
د حماس د سیاسي دفتر مشر زیاته کړه: “اې د عربي او اسلامي هېوادونو مشرانو د فلسطیني مظلومانو څومره وینو او وژنو ته اړتیا لرئ چې بالاخره نرتوب- غوسه در پکې پیدا شي او د نیواکګرو پر وړاندې خپل دریځ بدل کړئ. ایا غزه کې د وینو سېلابونه ونه بهیدل نور یې د څومره بهیدلو ننداره کولی شئ؟
هنیه دغه راز یوځل بیا ټینګار کړی، چې د صهیونیسټانو په خلاف به د فلسطین د مقاومتي ډلو د عملیاتو لړۍ به د “اقصی” تر آزادۍ پورې روانه وي: زموږ جنګیالي به هغوی تعقیب کړي، د هغوی مرکزونه به له منځه یوسي، هغوی به هیڅکله له امنیت څخه برخمن نه شي.
د ویلو ده چې د صهیونیستي ترهګر رژيم پرضد د حماس اسلامي غورځنګ لخوا د روانې اکتوبر میاشتې په اوومه نېټه د «الاقصی طوفان» په نوم ستر او ځپونکي عملیات پیل شوي، چې په پایله کې یې تر دې څه دپاسه ۲۰۰۰ صهیونیستان وژل شوي، ۵۰۰۰ زره نور ژوبل شوي، د ګڼ شمېر لوړ رتبه قوماندانانو په ګډون یې په سلګونو ژوندي نیول شوي؛ خو د اسراییلو ترهګر ريژیم یې په ځواب کې په بې دفاع فلسطینيانو د هوایي عملیاتو خونړۍ لړۍ پیل کړې ده، چې د فلسطین د روغتیایي چارواکو په وینا تر اوسه پکې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۰۰۰ زره فلسطنیان شهیدان ۱۵۰۰۰ نور ژوبل شوي دي.



