کابل ټکی کام (دوشنبه، ۸ لړم، ۱۴۰۲ل)
د خوړو او درملو ملي ادارې ویلي، چې له دې وروسته هېواد ته د پخې یا پروسس شوې او خامې مالګې واردات په مطلق ډول بند دي. د دې ادارې د خوندیتوب عمومي رییس ډاکتر نعیم الله ایوبي وایي چې دغه پرېکړه په هېواد کې د اړتیا وړ کافي مالګې تولید ته په پام د ریاست الوزرا د مقام له خوا شوې ده. هغه زیاته کړه چې په کلني ډول ۳۰۰ ټنه مالګه هېوادته واردېږي چې ۱۶۰ یې خوراکي او ۱۴۰ یې صنعتي مالګه ده حال دا چې د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې په کلني ډول د افغانستان د مالګې له کانونو ۴۹۲ ټنه مالګه استخراجېږي. ایوبي له صنعت کارانو او سوداګرو وغوښتل چې په هېواد کې دننه د مالګې د پروسس او تولید د کارخانو او فابریکو جوړولو لپاره دې له دې ادارې جوازونه ترلاسه کړي او خپلې فابریکې او کارخونې دې د خوړو او درملو د ادارې په معیارونو برابر جوړې کړي.
















