کابل ټکی کام (شنبه، ۱۳ لړم، ۱۴۰۲ل)
د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ “حزب الله” ومنله چې اسراییلي اشغالګرو سره یې په روانه جګړه کې ۵۷ جنګیالي وژل شوي دي.
د حزب الله اړوند “المنار” تلویزیوني چینل د یادې ډلې د یو مهم قوماندان غږیز پیغام خپور کړی او نوموړي منلی، چې د اسراییلو په هوایي او توغندیزو بریدونو کې یې تر دې دمه ۵۷ جنګیالي وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.
یاد قوماندان چې هویت یې پټ ساتل شوی ده ویلي: چې اسراییلي نیواکګرو په تېرو ۴۸ ساعتونو کې درې ځله هڅه کړې ده چې د حزب الله رهبر “حسن نصرالله” په نښه او له منځه یوسي؛ خو په خبره یې نوموړی په خوندي ځای کې ده او د صهیونستانو پر وړاندې جګړه رهبري کوي.
یاد قوماندان یوځل بیا د فلسطیني مقاومتي ډلو پر ملاتړ ټینګار کړی او اسراییلو ته یې خبرداری ورکړی چې غزه به ورته د دوزخ یوه داسې کنده وګرځي چې ترې وتل به یې بیا امکان نه لري.
دغه قوماندان د لبنان په استخباراتي ادارې تور لګولی، چې د حسن نصرالله د وژلو لپاره یې موساد او سي ای اې سره مالومات شریک کړي. موږ سره شواهد موجود دي او ډېر ژر به د ده په خبره” خائنان او وطن پلورونکي” سزا وویني.
















