کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۶ تله، ۱۴۰۲ل)
د فلسطیني حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې “القسام لېوا” ویاند ابوعبیده “الأقصی” تلویزیوني چینل سره په خبرو کې ویلي، چې مجاهدینو یې په تېره یوه اوونۍ کې ۹۶ اسراییلي ټانکونه ویجاړ کړي، چې په پایله کې یې تر ۵۰۰ تنو ډېر اشغالګر وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
ابوعبیده زیاتوي: چې ځواکونو یې د اسراییلي/ صهیونیست سازمان ټانکونه په “الیاسین 105” او البناء راکیټونو ویشتلي او غزې تړانګې ته یې د اشغالګرو پوځیانو د ننوتلو مخه نیولې ده. نوموړی دغه راز زیاتوي چې وسله وال یې له بېلا بېلو تکتیکونو کار اخلي چې تر ټولو مهم یې د “دوښمن” د لیکو شا ته ځانونه رسول دي ترڅو د اشغالګرو پوځیانو او د دوی د قوماندې د مرکزونو ترمنځ اړېکې پرې کړي.
د القسام ویاند دغه راز صهیونیستي اشغالګرو ته خبرداری ورکړی، چې غزه به یې په ګور بدله شي. موږ هر وخت جګړې ته چمتو یو. د دوښمن د وژل شویو کسانو شمېر له هغه څو چنده لوړ دی، چې دوی یې مني. موږ د سره صلیب په غوښتنه د لسګونو اشغالګرو د وژل شویو سرتېرو جسدونه تل أبیب ته استولي دي. ابوعبیده دغه راز له اسراییلي ولس غوښتنه کړې ده، چې نتنیاهو یې د اولادونو قاتل ده او اجازه دې نه ورکوي، چې نور ځواکونه یې هم غزه کې ووژل شي.
















