اسراییلي پوځ: د غزې تړانګې په شمال کې یې د یو جنرال په ګډون پنځه پوځیان وژل شوي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۱ لړم، ۱۴۰۲ل)

د اسراییلو/ د صهیونیستي سازمان پوځ خبر ورکړی، چې د “بیت حنون” په سیمه کې په یو زغروال موټر د ماین د چاودنې له امله د یوه لوړ پوړي جنرال په ګډون پنځه تنه پوځيان وژل شوي دي.

صهیونیستي پوځ وایي، چې د غزې په تړانګه کې د ځمکنيو عملياتو له پيله تر اوسه یې د دوه قوماندانانو په ګډون ۵۴ عسکر وژل شوي او لسګونه نور سخت ټپيان دي شوي دي.

په ورته مهال اسراییلي رسنیو منلی، چې ځواکونه یې د حماس او نورو فلسطیني ډلو له سختو مقاومت سره مخ دي او د یو څه پرمختګ وروسته د غزې تړانګې له مرکزي سیمو یې بیرته په شاتګ کړی ده او دا مهال د غزې په څنډو کې د دواړو لوریو ترمنځ خونړۍ نښتې روانې دي.

له بل پلوه تېره شپه د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې “القسام لېوا” ویاند ابوعبیده ” الأقصی” تلویزیوني چینل سره په خبرو کې ویلي، چې د اسراییلو مرګ ژوبله تر هغه څو چنده لوړه ده، چې دوی یې مني. د ابو عبیده په خبره اشغالګر غزه کې له ماتې سره مخ دي. ۲۰۰ ټانکونه یې ویجاړ شوي او غزه به یې هدیره وګرځي.

مربوطه مطالب

Back to top button