اردن د هوا له لارې غزې ته مرستې رسولي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۱ لړم، ۱۴۰۲ل)

د اردن خبري اژانس خبر ورکړی، چې د دغه هيواد هوايي ځواکونو د پوځ له يوې ځانګړې الوتکې څخه په استفادې غزه کې د اردن اړوند يو روغتون ته اړين روغتيايي او نور مواد رسولي او د هوا له لارې يې ورغورځولي دي.د اردن د پوځ چارواکو ياد خبري اژانس ته ويلي، چې دغه عمليات يې د قطر او عربي متحده اماراتو پر مرسته ترسره کړي.اردني چارواکو ويلي، چې دغه روغتونو د اسرائيلو د پرلپسې بمباريو له امله له سخت حالت سره مخ دي.د راپورونو له مخې، په وروستيو اوونيو کې دا دويم ځل دی، چې اردن د مرستې رسونې دغه ډول عمليات ترسره کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button