کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۱ لړم، ۱۴۰۲ل)
د پاکستان د بهرنيو چارو مخکني وزير او د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د خپل هيواد د موقت حکومت له لوري د افغان کډوالو د ايستلو پر پرېکړې سختې نيوکې کړي. نوموړي په کراچۍ کې يوې خبره ناستې ته ويلي، ده ويلي حکومت چې کوم ګامونه د کډوالو پرضد اخلي، هغه دې د پاکستاني طالبانو تحريک پر ضد واخلي. دا په داسې حال ده چې درې ورځې وړاندې، په پاکستان کې د موقت حکومت لومړي وزير تور پورې کړی، چې ګواکې پر افغانستان د طالبانو له بيا واکمنېدو سره پاکستان کې په ترهګريزو پېښو کې ۶۰ سلنه زياتوالي راغلي او دغه راز له دغه هيواد د بې اسنادو افغان کډوالو د راشړلو لړۍ هم جريان لري.


















