کابل ټکی کام (یکشنبه، ۵ لیندۍ، ۱۴۰۲ل)
د حماس د اسلامي غورځنګ یو لوړ پوړي مشر “اسامه حمدان” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د اسراییلي/ صهیونیست سازمان د اوربند د شرایطو د پلي کولو په برخه کې ګڼې سر غړونې کړې دي.
د نوموړي په خبره دوی اوربند ته ژمن دي؛ خو که اسراییل ترې سرغړونه کوي بیا د دوی هم حق جوړیږي چې له خپلو خلکو او خاورې دفاع وکړي او اسراییلو ته ځواب ورکړي.
اسامه حمدان زیاتوي: زموږ پوځي څانګې “القسام” پرېکړه کړې چې د بندیانو د دویمې ډلې خوشې کول وځنډوي او د صهیونیستي اشغالګرو د حل او پای ته رسولو لپاره له منځګړو هېوادونو سره اړېکې ونیسي.
اسامه حمدان چې د لبنان پلازمېنه بیروت کې یې یوې خبرې ناستې ته خبرې کولې اسراییلي اشغالګر تورن کړل، چې د غزې شمال ته د مرستو رسولو مخنیوی کوي، هوایي بریدونه یې کړي، چې په پایله کې یې یو شمېر کسانو ته مرګ هم ژوبله اوښتې ده.


















