د حماس او اسراییلو ترمنځ اوربند دوه ورځې نور هم وغځول شو

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۶ لیندۍ، ۱۴۰۲ل)

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې د قطر، ترکیې، مصر او امریکا په منځګړیتوب د حماس اسلامي غورځنګ او اسراییلي اشغالګرو ترمنځ اوربند دوه ورځې نور هم غځول شوی دی.

د قطر او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو په بېلا بېلو اعلامیو کې د اوربند غځول تایید کړي او ژمنه یې کړی، چې دوی هڅه کوي اوربند لا پسې وغځوي.

د اسراییلو د لومړي وزیر نتنیاهو او دفاع وزارت له لوري هم ویل شوي چې اوربند موده غځول شوی. ترڅو د دواړو لوریو لخوا د ملکي بندیانو د خوشې کولو لپاره فرصت پیدا شي.
حماس اسلامي غورځنګ بیا د یوې اعلامیې په خپرولو سره اسراییلي اشغالګر تورن کړي، چې د اوربند په تېرو څلورو ورځو کې له اوربند ګڼې سرغړونې کړي. په ځینو سیمو یې هوایي بریدونه کړي چې په پایله کې یې یو شمېر فلسطنیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ا په داسې حال کې ده چې د تېرې اکتوبر میاشتې په ۷ مه حماس اسلامي غورځنګ او نورو فلسطیني- مقاومتي ډلو په ملاتړ د “الأقصی طوفان” په اسراییلي ښارونو د تاریخ تر ټولو بې ساري او بریالي عملیات ترسره کړل، چې په پایله کې یې زرګونو اسراییلي اشغالګرو ته مرګ ژوبله واوښته او په ځواب کې یې صهیونیستي اشغالګرو پر غزه هوایي بریدونه پیل کړل- د غزې شمال ته یې د ننوتلو ناکامې هڅې وکړې؛ خو بریالي نشول او سلګونه پوځیان یې مړه- ټپیان او سلګونه وسایط له مینځه یو وړل شول.

د ویلو ده چې د اسراییلي اشغالګرو لخوا پر غزې پنځوس ورځې هوایي او ځمکني بریدونه دوام وکړ، چې له امله یې د غزې تړانګې ۶۰% سلنه د استوګنې ودانۍ، درې روغتونونه، بې شمېره جوماتونه، مدرسې او کلیساوې ویجاړې شوې د ښځو او ماشومانو په ګډون 14000 زره بې دفاع فلسطینیان شهیدان شول او 24000 نور ټپیان شوي دي

مربوطه مطالب

Back to top button