حماس: اسراییلو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له اوربند ګڼې سرغړونې کړي

کابل ټکی کام (شنبه، ۴ لیندۍ، ۱۴۰۲ل)

د فلسطیني مقاومتي غورځنګ د پوځي څانګې “القسام لېوا” ویاند ابو عبیده “الأقصی” تلویزیوني چینل سره په خبرو کې ویلي، چې د اسراییلي/ صهیونیست سازمان وحشي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د قطر- مصر په منځګړیتوب له شوي لنډمهالي اوربند څخه ګڼې سرغړونې کړي دي.

د نوموړي په خبره اسراییلي نیواکګرو د غزې تړانګې په شمالي سیمو کې له اوربند څخه په ګټې اخیستنې هڅه کوله، چې پرمختګ وکړي؛ خو د دوی د ځواکونو د سخت مقاومت سره مخ شوي چې په پایله کې یې ۶ ټانکونه ویجاړ شوي او د یو لوړ پوړي قوماندان په ګډون یې ۱۶ پوځیان وژل شوي دي.

ابو عبیده زیاتوي: تېره شپه نیواکګرو د غزې په شمال کې یوه مدرسه او مسجد باندې بمباري کړې ده، چې له امله یې مدرسه او مسجد ویجاړ شوي او ۱۸ تنو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

په ورته مهال وړمه ورځ ماښام د اسراییلو لخوا د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه بندیان خوشې کړي. چې په مقابل کې یې حماس غورځنګ هم څو اسراییلي بندیان خوشې کړي دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت بیا د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره په دواړو لوریو غږ کړی، چې اوربند ته دې ژمن پاتې شي. ترڅو د بندیانو تبادله ترسره او غزې ته خوارکي او نور د اړتیا وړ توکي ورسول شي.

د ویلو ده چې د ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردغان” د اوربند د هرکلی ترڅنګ غوښتنه کړې، چې د اوربند موده دی وغځول شي ترڅو د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ د یو تل پاتې اوربند رامنځته کېدو ته زمینه برابره شي. نوموړي دغه راز ژمنه کړې ده چې غزه کې ټولې ویجاړې شوې ودانۍ به ترکیه جوړوي.

مربوطه مطالب

Back to top button