القسام: د الأقصی طوفان عملیاتو کې د خپلو څلورو قوماندانانو د شهادت خبر تایید کړ

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۶ لیندۍ، ۱۴۰۲ل)

په داسې حال کې چې د اسراییلي/ صهیونیست ریژیم او فلسطیني مقاومتي ډلو ترمنځ د اوربند موده دوه ورځې نوره هم غځول شوې ده. د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې “القسام لېوا” ویاند ابو عبیده رسنیو ته ویلي، چې د “الأقصی طوفان” عملیاتو کې یې څلور مهم قوماندان شهیدان شوي دي.

نوموړي چې په لومړي ځل یې غزه کې یوې خبري ناستې ته د خبرو پر مهال د خپلو جنګیالیو د شهیدانو د شمېر په اړه رسنیو ته مالومات ورکول وویل: چې تر اوسه یې ۳۰۰ مجاهدین شهیدان شوي چې څلور یې پکې مهم قوماندانان دي.

ابوعبیده د خپلو شهیدانو شویو قوماندانانو نومونه رسنیو سره شریک کړي چې په لاندې ډول دي. 1- احمد الغندور چې د غزې تړانګې شمال کې یې د جګړې رهبري پر غاړه وه.
2- رفعت سلمان چې دا هم د غزې شمال کې د جګړې د لومړۍ کرښې قوماندان و.
3- أیمن صیام چې د الأقصی د عملیاتو د طرحه کوونکو له ډلې یو و.
4- وائل رجب چې په بیت لاهیا کې یې د جګړې رهبري کوله.

د ویلو ده چې نوموړي د نورو فلسطیني ډلو د جنګیالیو د شهیدانو د شمېر په اړه د جزیاتو له ورکولو ډډه کړې؛ خو په خبره یې د اسراییلي نیواکګرو د وژل شویو پوځیانو او قوماندانانو د شمېر د دوی د شهیدانو د شمېر په نسبت څو چنده ډېر ده او د غزې له شمالي سیمو یې اشغالګر پر شا تمبولي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button