کابل ټکی کام (جمعه، ۱۰ لیندۍ، ۱۴۰۲ل)
د یمن د حوثیانو د مقاومتي سازمان پوځي څانګې “انصارالله” ویاند جنرال یحیی سریع په خپلو تازه څرګندونو کې اسراییلي/ صهیونیستي سازمان چې د غزې محاصره پای ته ورسوئ کنه له ویجاړونکو بریدونو سره به مخ شئ.
نوموړي چې نن یې د حوثیانو اړوند “المیادین” تلویزیوني چینل سره خبرې کولې وویل: موږ په اسراییلي نیواکګرو غږو کوو، چې د غزې کلابندي پای ته ورسوي کنه زموږ ځواکونه به په مستقیم ډول جګړې کې ښکیل شي او غزې ته ننوځي.
نوموړي په اسلامي هیوادونو غږ کړی، چې د صهیونیستانو پر وړاندې د فلسطیني ولس سره څنګ په څنګ ودریږي، یو تلپاتې اوربند ته زمېنه برابره کړي او هڅه دې وکړي، چې غزې ته د خوراکي او نور د اړتیا وړ توکي ورسیږي.
د جنرال یحیی سریع په خبره تر اوسه یې د اسراییلو درې سترې بیړۍ نیولي، شپږ یې ویجاړې کړي او هیڅکله به د اسراییلو اړوندو کیښتیو ته اجازه ورنکړي چې د دوی له پولو تیرې شي. نوموړي زیاته کړې ده چې ځواکونه یې شپه او ورځ په سره سمندرګي کې د اسراییلي بیړیو د نیولو په لټه کې دي.