کابل ټکی کام (شنبه، ۱۱ لیندۍ، ۱۴۰۲ل)
په داسې حال کې چې وړمه ورځ سهار وختي د حماس اسلامي غورځنګ او د اسراییلي صهیونیست سازمان ترمنځ ۷ ورځنی اوربند پای ته ورسېد، په غزې تړانګې یوځل بیا اسراییلي اشغالګرو هوایي بریدونه پیل کړل، حماس- او نورو فلسطیني مقاومتي ډلو یې هم پر وړاندې د توغندیو په ویشتلو غبرګون وښود. تازه د حماس اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر مشر “دکتور اسماعیل هنیه” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د صهیونیست ريژیم په وړاندې مو د ځمکې، هوا او بحر له لارې عملیات ادامه لري.
د نوموړي په خبره ځواکونو یې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د غزې په شمال کې د صهیونیستي اشغالګرو ګڼ شمېر ټانکونه او نور ډول- ډول وسایط ویجاړ کړي چې په پایله کې یې لسګونو اسراییلي نیواکګرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هنیه دغه راز زیاته کړې چې دا هوا او بحر له لارې یې هم اسراییلي ښارونه او ښارګوټي تر بریدونو لاندې نیولي چې د دوی د مالوماتو له مخې اسراییلو ته پکې پراخ مالي او ځاني زیانونه اوښتې دي.
د فلسطیني رسنیو د راپور له مخې د اوربند له ماتېدو راهیسې په غزې او اړوندو سیمو د اشغالګرو په هوایي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۰۰ کسان شهیدان شوي او تر ۴۰۰ نور ټپیان شوي دي.
اسراییلي رسنۍ هم مني چې له غزې تړانګې په تل أبیب او نورو ښارونو د حماس غورځنګ په توغندیزو بریدونو پراخ مالي زیانونه اړولې او د غزې په شمال کې یې اته تنه سرتېري وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.