ذبیح الله مجاهد افغانستان کې د خپلسرو ډلو د فعالیتونو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کلنی راپور رد کړ

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۱ لیندۍ، ۱۴۰۲ل)
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې په یاد راپور کې خپاره شوي معلومات ناسم دي.
نوموړي زیاته کړې: ” دا راپور حقیقت نه لري، هغه برخې چې د افغانستان په اړه دي، نېمګړي دي یا ناسم معلومات دوی ته رسېدلي دي.
دوی تبلیغات کوي او خبره دا ده چې په افغانستان کې داسې څوک نشته چې دوی ته تهدید وي. افغانستان کې خپلسرې ډلې وجود نه لري.”



