کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۲ لیندۍ، ۱۴۰۲ل)
الجزیرې تلویزیوني شبکې په غزې تړانګه کې د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې “القسام لېوا” د سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې ځواکونو یې نن سهار د یو بریالي کمین په ترڅ کې ۶۰ اشغالګر صهیونیستي پوځیان وژلي او ګڼ شمېر نور یې ټپیان کړي دي.
د حماس د سرچینو په خبره نیواکګرو ځواکونو هڅه کوله چې د غزې له شمالي سیمو مرکزي سیمو ته پرمختګ وکړي؛ خو د دوی د ځواکونو له ناڅاپي کمین سره مخ او یو پوره کنډک یې له منځه یو وړل شو.
د سرچینو په خبره په دغه بریالي برید کې د نیواکګر صهیونیستي پوځ لسګونه ټانکونه او نور ډول ډول پوځي وسایط هم له منځه تللي دي.
که څه هم تر اوسه اسراییلي رسنیو د دغه برید او په کې د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو څه نه دي ويلي؛ خو عبراني رسنیو خبر ورکړی، چې د غزې د شمالي جبهې د قوماندان په ګډون یې څو عسکر وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په غزه کې د حماس غورځنګ یو لوړ پوړي قوماندان “صالح العاروي” ویلي، چې
صهیونیستي پوځ کوښښ کوي د سرېښو له هغه ډنډه ځان وباسي چې اوس پکې نښتی دی د جګړې لومړی پړاو یې ناکام شو او پر غزه یې چې کوم ځواکونه ور مارش کړي وو د یوه پوره هېواد د ماتولو لپاره کافي وو.
اشغالګر که فکرکوي مقاومت ماتولای شي او پرغزې واک چلولای شي د یوازې یو لیونی خوب اوخیال دی، چې هیڅکله به پوره نه شي.