حوثیان: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې مو دوه اسراییلي کیښتۍ له مینځه وړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۳ لیندۍ، ۱۴۰۲ل)

د یمن د حوثیانو د مقاومتي سازمان د پوځي څانګې “انصارالله” ویاند جنرال یحیی سریع المیادین تلویزیوني چینل سره په خبرو کې په دوو اسراییلي کښتیو د برید پخلی کړی دی.

د نوموړي په خبره دواړه کیښتۍ یې د سره سمندرګي په اړوندو سیمو کې ویشتلي او ویجاړې کړې دي.

نوموړی زیاتوي: دوی زموږ خبرداری له پامه وغورځاوه ځواکونه مو مجبور شول، چې برید پرې وکړي. د جنرال یحیی سریع په خبره یوه کیښتۍ یې په بالستیک توغندي او دویمه هغه یې د بې پیلوټه الوتکې په وسیله په نښه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې اسراییلي رسنیو هم په سره سمندرګي کې د خپلې یوې کیښتۍ د ویشتل کېدو د خبر پخلی کړی او په خبره یې دغه کیښتۍ له ویشتل کېدو وروسته ډوبه شوې ده او له عملې سره یې د دوی اړېکې پرې شوې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button