ولسمشر اردغان: د یو داسې فلسطیني دولت د جوړلو هڅه کوو چې پلازمېنه به یې بیت المقدس وي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۴ لیندۍ، ۱۴۰۲ل)
د ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردغان” د قطر په پلازمېنه دوحه کې د غزې د ناورین په تړاو د قطر او سعودي په نوښت یوې را بلل شوې غونډې ته په خبرو کې ویلي، چې اسراییل یو ترهګر دولت دی او هڅه کوي، چې خپلو ناوړه موخو ته د رسېدو لپاره د سیمې امنیت له خطر سره مخ کړي.
ولسمشر اردغان د خپلو خبرو پر دوام ټینګار کړی، چې د فلسطین او اسراییلو د قضیې حل یوازې د دوه دولتونو د جوړولو تګلاره ده. او موږ د یو داسې فلسطیني دولت د جوړلو هڅه کوو چې پلازمېنه به یې ختیځ بیت المقدس وي.
نوموړي زیاته کړې ده، چې له عربي هیوادونو سره زموږ اړیکې ورځ تر بلې د پراختیا په حال کې دي
موږ هیله درلوده چې په غزه کې به اوربند دایمي بڼه غوره کړي؛ خو له بده مرغه داسې ونه شول. د ماشومانو او ښځو وژل یو جنګي جنایت دی او اسراییل به یې په اړه خامخا ځواب وایي.
نوموړي د خپلو خبرو پر دوام امریکا په امریکا هم توندې نیوکې کړي او بایډن ته یې په خطاب کې ویلي، چې اوکراین کې پر وژل شویو ماشومانو اوښکې تویوي؛ خو د غزې د ماشومانو په وژنې چوپه خوله څه چې د غاصب صهیونیستي ریژیم ملاتړ هم کوي.



