د حوثیانو ویاند او د پوځي شوری غړی له هوایي برید روغ وتلی

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۸ لیندۍ، ۱۴۰۲ل)

له یمن ورکړل شوي راپورونه وایي، چې د حوثیانو د مقاومتي سازمان د ویاند “جنرال یحیی سریع” پر موټریز کاروان هوایي برید شوی. نوموړی ترې روغ وتلی؛ خو یو شمېر کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

حوثیانو ته نږدې سرچینې وایي، چې برید د پلازمینې “صنعا” اړوند سیمه کې په داسې حال کې ترسره شوی، چې جنرال سریع د یاد غورځنګ د پوځي شورا غونډه کې د کډون لپاره پر لاره و.

د سرچینو په خبره: د جنرال یحیی سریع موټریز کاروان کې ټول ۱۶ موټر یو ماډل او یو رنګ و، چې نوموړی د کاروان د مینځ په یوه موټر کې و او برید په لومړنیو موټرونو ترسره شوی، چې له امله یې درې موټر ویجاړ شوي. مرګ ژوبله په کې اوښتې؛ خو د کره شمېرې په اړه یې څه نه دي ویل شوي.

د ویلو ده چې یمن یواځینی عربي هیواد ده، چې په غزه کې د اسراییلي اشغالګرو پر وړاندې د فلسطیني مقاومتي ډلو ښکاره ملاتړ کوي. ویاند یې په دې وروستیو کې په سره سمندرګي کې د اسراییلو اړوند د دوه بیړیو د نیولو او د څلور د ویجاړولو د مسؤلیت منلو ترڅنګ په اسراییلي ښارونو د بې شمېره توغندیزو بریدونو د ترسره کولو پړه منلی او داسې ښکاري چې په نوموړي وروستی برید به هم اسراییلو ترسره کړی وي.

مربوطه مطالب

Back to top button