کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۷ لیندۍ، ۱۴۰۲ل)
په داسې حال کې چې په غزه کې د صهیونیستي اشغالګرو ،د حماس اسلامي غورځنګ او نورو فلسطیني مقاومتي ډلو لخوا سختې نښتې روانې دي د حماس غورځنګ پوځي څانګې “القسام لېوا” خبر ورکړی، چې یوه اسراییلي چورلکه یې ویشتلې چې په پایله کې یې ګڼ شمېر اشغالګر عسکر وژل شوي دي.
یادې ډلې ویلي، چې ځواکونو یې تېره ورځ د صهیونیستانو دوه پوځ لیږدونکي موټر په “یاسین 105” ټانګ ضد توغندي ویشتلي، چې د مړو او ټپیانو د وړلو لپاره سیمې ته یوه اسراییلي چورلکه ورغله چې د کیناستلو پر مهال د دوی د ځواکونو لخوا په نښه شوې او پکې سپاره ټول عسکر وژل شوي دي.
د ویلو ده، چې له تېرو دوه نیمو میاشتو راهیسې پر غزې تړانګې د صهیونیستي اشغالګرو لخوا وحشیانه بمبارۍ روانې دي او پکې زرګونه فلسطینیان شهیدان او ټپیان شوي؛ خو پر وړاندې یې د فلسطیني مقاومتي ډلو لخوا هم په بیسارې توګه مقاومت دوام لري. یوازې دا نه چې اشغالګر یې په ځپلو نه دي بریالي شوي بلکې درنه مرګ ژوبله هم ورته اوښتې ده.


















