حوثیان وایي دوه هغه کیښتۍ یې ویشتلي چې اسراییلو ته یې تیل لیږدول

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۸ لیندۍ، ۱۴۰۲ل)
د یمني حوثیانو د مقاومتي غورځنګ پوځي څانګې “انصارالله” خبر ورکړی، چې ځواکونو یې په سره سمندر کې هغه دوه کیښتۍ ویشتلي، چې اسراییلو ته یې تیل لیږدول.
د حوثیانو ویاند “جنرال یحیی سریع” په یو لنډ ویډیو یي کلیپ کې د برید مسؤلیت منلی او یوځل بیا یې ګواښ کړی، چې هره هغه کیښتۍ به په نښه کړي، چې اسراییلو ته مرستې رسوي.
په ورته مهال سواډان ویلي، چې یوه کیښتۍ د دوی اړوند وه. امریکا هم ویلي، چې تېره ورځ په سره سمندر کې په دوه کیښتو بریدونه شوي؛ خو دا یې نه دي ویلي، چې کیښتۍ د کوم هیواد دي. د مرګ ژوبلې په تړاو هم تر اوسه کوم لوري څه نه دي ویلي. د ویلو ده، چې حوثیانو تر دې وړاندې هم په څو هغو کیښتو بریدونه کړي چې اسراییلو ته یې مرستې رسولې او دوه یې نورې یې نیولې هم دي.



