سعيد غلجی
د ۲۰۲۳ م کال د اکتوبر پر اوومه نېټه فلسطيني مجاهدينو (حماس) پر يرغلګرو صهيونيستانو ناتاره بريدونه پيل کړل، چې درانه مالي او ځاني زيانونه يې ور واړول، بلکې د مالي او ځاني زيانونو تر څنګ يې د هغوی ټول قوت او حيثيت چلينج کړ، ځکه له ډېرې مودې راهيسې خپله يهودو او امريکايانو د اسرائيلي رژيم د طاقت، قوت او استخباراتو لپاره پرېمانه درواغجن تبليغات کړي وو او خلکو ته يې داسې ذهنيت ورکړی ؤ، چې ګويا له اسرائيلي استخباراتو (موساد) څخه هيڅ شی پټ نه پاتې کيږي او پوځ يې هم انتهايي پياوړی او روزل شوی ځواک دی، نو پر اسرائيلو د هيچا وس نه رسيږي، له همدې امله په شاوخوا عوامو مسلمانانو کې هم سخته وېره خپره وه، هيڅ بې هيڅه له اسرائيلو وېرېدل، خو د اکتوبر پر اوومه نېټه د حماس مجاهدينو تندريزو بريدونو د اسرائيلو د کلونو، کلونو خواري ټوله پر اوبو لاهو کړه، د هغوی له بې اساسه او درواغجنو تبليغاتو يې څادر پورته کړ او د اسرائيلي رژيم د استخباراتو او پوځ ټول قوت او حيثيت یې چلينج کړ.
لنډه دا چې د اکتوبر د اوومې نېټې بريدونو له مالي او ځاني زيانونو څخه ور هاخوا اسرائيلو ته په معنوي ډګر کې هم سخت دروند زيان واړاوه، د اسرائيلي رژيم د ټولو عسکرو او عوامو مورال ضعيف او پښې يې ولړزېدې او په دې وپوهېدل چې که د ګيدړ لپاره هر څومره تبليغات وشي، خو زمری نه شي ترې جوړېدای، بلکې زمري، زمري وي او ګيدړان، ګيدړان وي. همدا راز؛ بالمقابل د يادو بريدونو په برکت هم خپله د حماس مجاهدينو مورال لوړ شو او هم په عوامو مسلمانانو کې يو احساس را پيدا شو، له اسرائيلو څخه د بې ځایه وېرې خپسه ترې والوته او اسلامي امت يو ځل بيا پر خپلو سترګو وليدل، چې حقيقي او مخلص مسلمانان له هر چا پياوړي او پر هر چا برلاسي دي، ځکه الله تعالی له خپلو رښتينو بندګانو سره ملګری دی.
عيناً همدغه کيسه دلته هم تکرار شوه، کمونستانو به د شوروي پوځ په هکله ګرده ورځ تبليغات کول چې شوروي ځواکونه شاتګ نه پېژني، هيڅوک يې په مخ کې نه شي درېدلی، شوروي ځواکونه به پر ټوله نړۍ حاکم وي او کمونيزم به په نړۍ کې تلپاتې وي، خو وروستی انجام يې موږ ټولو وليد.
بيا چې کله امريکا د کبر وزرې وکړې، نو هغوی هم د خپل استخباراتي او پوځي طاقت لاپې، شاپې پيل کړې، داسې تبليغات به يې کول، چې ګويا امريکا دومره پياوړی پوځ او امکانات لري، چې له هوا څخه هم که يوه ستن په نښه کړي، نه ترې خطا کيږي، امريکا ماته نه خوري او دا سوپر طاقت به تلپاتې وي. مګر کله يې چې پر افغانستان يرغل وکړ او عملي ميدان ته يې راودانګل، نو سره له دې چې په لسګونو نور صليبي هېوادونه هم ورسره ملګري وو او ټوله نړۍ د طالبانو خلاف له امريکا سره ودرېده، نه مو کوم مسلمان دوست پاتې شو او نه کافر، حتی ګاونډيانو مو هم خپل پوره اخلاص ورسره وکړ، لاره يې ورکړه، هوايي ډګرونه يې ورکړل، طالبان يې ونيول او لاس تړلي يې امريکا ته وسپارل، امريکا هم اعلان وکړ چې د طالب لپاره دوه انتخابه دي: مرګ او زندان. لنډه دا چې ټوله نړۍ يوه خوا او خړ پړ طالب بله خوا، مګر بيا مو هم وروستی انجام وليد، چې هماغه تش لاسی مؤمن طالب کامياب او ټوله نړۍ ناکامه شوه. هماغه پروني کبرجن صليبيان ډېر په ذلت او سر ټيټي زموږ له ګران هېواده ووتل او هماغه خړ کليوال طالب بيا پر کابل واکمن شو، ولله الحمد.
نو ان شاء الله؛ ډېر ژر به فلسطيني مجاهدين هم کامياب او اسرائيلي اشغالګر به له شرموونکې ماتې سره مخ شي، ځکه هلته هم د حق او باطل جګړه ده او الله تعالی د حق ډلې مرستندوی دی.
که د حماس مجاهدينو او اسرائيلي اشغالګرو روانه جګړه وارزوو، نو تر اوسه حماس مجاهدين بالکل کامياب او اسرائيل ناکام روان دي، ځکه اسرائيل چې د کومو اهدافو لپاره جګړه کوي، تر اوسه يې يو هدف هم نه دی په کې تر لاسه کړی. لکه پرون چې د حماس د سياسي دفتر رئيس ښاغلي اسماعيل هنيه هم د قطر پلازمېنه دوحه کې د علماؤ يوې غونډې ته دا خبره تأييد کړه، چې صهيونيست رژيم په غزه کې د دريو اهدافو (د خپلو اسيرانو د خلاصولو، د فلسطيني مقاومت د له منځه وړلو او له خپلو مېنو څخه د فلسطينيانو د شړلو) لپاره جګړه کوي، مګر لله الحمد؛ تر اوسه يې يو هدف هم نه دی تر لاسه کړی او نه به يې تر لاسه کړي، ان شاء الله!
نو همدې محاسبې او واقعيتونو ته په کتو، اسرائيلي ځواکونه بالکل ناکام دي، په زرګونو عسکر يې وژل شوي او په زرګونو نور يې دايمي معيوب شوي، په سلګونو عسکر يې حماس مجاهدينو يرغمل کړي، درانه مالي زيانونه ور اوښتي او په معنوي برخه کې يې ټول حيثيت او طاقت چلينج شوی، نو ځکه دوی ناکام او ذليل دي.
پاتې شوه د فلسطيني عوامو د شهادت موضوع، نو رښتيا هم په روانه جګړه کې له شل زرو زيات فلسطيني عوام شهيدان شوي، چې اکثريت يې ښځې او ماشومان دي، د دې تر څنګ؛ د غزې ښايسته ودانۍ لوټې، لوټې شوې، مګر دغه جنايات هيڅکله په دې معنی نه دي، چې ګنې اسرائيلو جګړه ګټلې او حماس بايللې، بلکې خپله همدغه وحشت او جنايات په دې دلالت کوي، چې اسرائيلو جګړه بايللې، ميدان يې پريښی او هيڅ لاس ته راوړنه نه لري، نو له همدې امله يې د عوامو ټولوژنې ته مخه کړې.
البته؛ ضمناً په غزه کې د اسرائیلو وحشت او ټولوژنې يو ځل بيا ټولې نړۍ ته دا ثابته کړه، چې په نړۍ کې مطلق زورواکي حاکمه ده، هيڅ انصاف او عدالت نشته او د بشر د حقوقو په نامه ټولې ادارې هسې بکواس او يوه درواغجنه ډرامه ده. يادې ادارې د يو څو زورورو کفارو په لاس کې دی او يوازې د خپلې نفعې لپاره یې استعمالوي، ځکه خو یې تر اوسه په نړۍ کې د هيڅ مظلوم ملاتړ او د هيڅ ظالم ممانعت نه دی کړی.
په هر صورت؛ حقيقت دا دی چې د تش لاسو عوامو وژل هيڅ د غيرت او نارينتوب خبره نه ده او نه دغه جنايات کومه نظامي بريا ګڼل کېدای شي.
دلته هم امريکا زموږ په لسګونو زره هېوادوال شهيدان، زخميان او بنديان کړل، کورونه یې راونړول او پراخ مالي زيانونه یې راواړول، مګر بيا هم هغوی جګړه بايلوده او موږ وګټله. نو د جګړې محاسبه د مادي زيانونو پر اساس نه ده ولاړه، بلکې هغه څوک کامياب دی، چې خپل اهداف تر لاسه کړي، هغه که په هره بیه وي او هغه څوک ناکام دی، چې خپل اهداف وبايلي. دلته امريکا خپل اهداف تر لاسه نه کړل، ټوله خواري یې عبث شوه او په ډېر ذلت وتښتېدل، خو مجاهدينو خپل هدف تر لاسه کړ، وطن ازاد او اسلامي نظام قايم شو.
همدا راز؛ کله چې د مکې مشرکينو د بدر غزا د غچ اخيستلو په پار لښکر برابر کړ او د احد په ميدان کې جګړه ونښته، نو د غزا په پایله کې د کفارو په نسبت مسلمانانو ته زيات زيان واوښت، اويا تنه مسلمانان شهيدان او ان خپله د رسول الله صلي الله علیه وسلم غاښ مبارک هم په کې شهيد شو، مګر بيا هم د احد غزا د مسلمانانو په بريا پای ته ورسېده، هغه ځکه چې کفار پر مدينې منورې د حملې په نيت راغلي وو، غوښتل يې چې د بدر د غزا کسات واخلي او د مسلمانانو قوت د تل لپاره ختم کړي، مسلمانانو بيا په دې نيت جهاد ورسره وکړ، چې د مدينې منورې دفاع وکړي او د کفارو دغه شومه اراده خنثا کړي، نو کفارو خپل اهداف تر لاسه نه کړل او مسلمانان خپل هدف ته ورسېدل.
نو پايله دا چې په جګړه کې پر اهدافو حساب کيږي، نه پر مادي زيانونو. پر همدې اساس ويلی شو، چې فلسطین کې هم تر اوسه غزا د مسلمانانو په ګټه روانه ده، کفارو خپل اهداف نه دي تر لاسه کړي، خو مجاهدين بريالي روان دي، شخصاً د مجاهدينو تلفات ډېر کم، د دښمن تلفات ډېر زيات او د مجاهدينو مورال لوړ او د دښمن مرال صفر دی. دښمن په نظامي ډګر کې ناکام ،خو د حماس مجاهدين په خورا لوړه جذبه جنګيږي او ثابت قدمه پاتې دي. الله تعالی دې همداسې ثابت قدمه او بريالي ولري.! آمين

















