کابل ټکی کام ۰۲کب/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
تېره ورځ د روزګان ولایت په عمومي محبس کې د پولیسو او زندانیانو تر منځ له لفظي شخړې وروسته فزیکي شخړه را منځته شوه، چې له کبله یې ۱ پولیس ووژل شو، او یو بل پولیس ټپي شوی دی.
د روزګان ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر رحیم الله خان رسنیو ته ویلي دي چې زندانیانو د یاد محبس مدیر خلیل الرحمن ډبولی دی.
دی وایي، د پېښې لامل نه دی مالوم، خو دا مهال یې د مالومولو په اړه پلټنې پیل کړي دي.
نوموړي که څه هم د مرګ ژوبلې خبرونه رد کړل، خو ځایي امنیتي سرچینو رسنیو ته د یوه پولیس د وژنې او د زندان د عمومي مدیر او د یوه بل پولیس د ټپې کېدو خبر ور کړی دی.
د یادولو ده، چې افغان حکومت په زندانونو کې له خورا ظلم او وحشته کار اخلي، چې د همدې ظلمونو له کبله په یو شمېر زندانونو کې د بندیانو د نه خوړلو د اعتصاب خبرونه هم خپاره کړی شول.
















