یکشنبه, مې 3, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home غير مصنف

د مسلمانانو د ذلت او خوارۍ لاملونه!

fateh1 نشرونکی: fateh1
فبروري 20, 2016
کټګوریانې: غير مصنف
0
12
ځلې شریک شوی
145
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

ژباړه: عبدالمالک همت

څوک نه پوهيږي چي ”وطن“ په خپل ذات کي کوم مقدس شی نه دی، د وطن عزت او حرمت مازي له دې امله دی چي هغه د اسلام د شان او شوکت او د هغه د سرلوړۍ ذریعه باله سي. او ”ملي واکمني“ پرته له دې چي د اسلام د پياوړتيا مرکز او د مسلمانانو د عزت او پت ساتلو څرګندويه ده  بله سپېڅلتيا نه لري. نن مهال چي په ختيځ او لوېديځ کي اسلام دښمن ځواکونه د عربو او عجمو مسلمانانو پرضد يوموټی سوي دي او هغوی په خپلو هيوادونو کي په ډول ډول ذلتونو او خواريو خواروي او پرېشانه کوي يې، د دې يوازنی لامل دادی چي موږ د جهاد له فريضې څخه غفلت کړی دی او د شها دت مرتبې ته د رسېدو ولوله مو له زړونو وتلې ده. له حهاد څخه د غفلت لامل دا نه دی چي زموږ سره شتمنۍ او مادي وسايل نسته یا د مسلمانانو تعداد کم دی. لوی څښتن اوس اسلامي عربي هيوادونو ته د شتو او وسايلو د زیاتوب هغه اسباب ورکړي دي چي پخوا يې هيڅ تصور نه کېدی. يوازي دا خبره نه ده، بلکي د دغو وسايلو لپاره دغه اسلام دښمن ځواکونه هم اسلامي نړۍ او عربي هيوادونو ته اړ دي.

دا هم ولولئ

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

لنډه دا چي نن مهال د مسلمانانو د اسکېرلتوب او بې وزلۍ لامل د وسایلو کمی نه دی، بلکي د دې ټولو ذلتونو او ټيټتیاوو اصلي لامل زموږ يو له بله نفاق او شقاق دی. موږ پر ټولنيزو اړتیاوو باندي خپل ځاني او شخصي اغراض مقدم کړي دي. انفرادي مصلحتونو ته مو پر اجتماعي مصالحو باندي ترجيح ورکړې ده. راحت او هوسایۍ خوند راکړی دی او پر مين سوي يو. د جهاد ولوله مو له زړونو وتلې ده او د آخرت او جنت په بدل کي د ځان او مال قربانۍ ته نه يو چمتو. دغه دي هغه اسباب او عوامل چي له شامته يې مسلمان امت د عزت او درناوي له لوړو پوړيو څخه د ذلت او سپکاوي ژورو کندو ته لوېدلی دی.

د حضرت ثوبان رضي الله عنه حديث کوم چي امام ابوداود او نورو رحمهم الله روايت کړی دی، د عالمانو په منځ کي مشهور دی. په دغه حديث کي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

”هغه زمانه نژدې ده چي ټول اسلام دښمنه قومونه به ستاسي د مقابلې لپاره يوبل ته د مېلمستيا بلني ورکوي. يوه صحابي عرض وکړ: ای د لوی څښتن استازې! آيا دابه له دې امله وي چي زموږ شمېر به کم وي؟ هغه وفرمايل: نه! بلکي تاسي به زيات یاست، خو تاسي به د سيلاب د ځګ غوندي ياست. الله تعالی به د دښمنانو له زړونو څخه ستاسي رعب او بېره وباسي او ستاسي په زړونو کي به کمزوري او ټيټ همتي واچوي. یوه عرض وکړ: ای د الله رسوله! له ټيټ همتۍ څخه موخه څه ده؟ ويې فرمايل: د دنيا مينه او غوښتنه او له مړيني بېره“ .(مشکوة، کتاب الرقاق، باب تغیر الناس، الفصل الثاني، ج: ۲، ص:۴۵۹ ، ط: قديمي).

په هر حال کله چي زموږ مسلمانانو د اوسني ناوړه او له بخولو ډک حالت د لاملونو څېړنه کيږي، نو موږ ته څو شیان څرګنديږي، چي دلته په لنډون سره اشاره ورته کوو:

لومړی: د اسلام پر دښمنانو باندي باور او اعتماد کول

(روس وی، که امریکه او که لوېديځ هيوادونه، ځکه چي کفر د خپلو اختلافونو سره سره يو ملت دی). او پرالله باندي اعتماد او توکل او پرمسلمانانو باندي باور نه کول، په داسي حال کي چي ټولو مسلمانانو ته حکم دی:

﴿ وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ ﴾ [آل عمران: ۱۶۰] (مومنانو ته په کار ده چي يوازي پر الله باندي توکل وکړي).

په دغه آيت کي په غوڅه توګه او په ډېر ټينګار او تاکيد سره فرمايل سوي دي چي مسلمانانو ته نه ښايي چي له الله رب العزت پرته پر بل چا اعتماد او باور وکړي.

دوهم: د مسلمانانو خپل منځي اختلافات او کور جنګي

د مسلمانانو د بې اتفاقۍ او مخالفتونو دا حال دی چي که دوی يو وخت يو ځای سره ناست هم وي او د سولي او جوړجاړي خبري کوی، بیا هم د دوی داحال وي :

﴿تَحْسَبُهُمْ جَمِيعًا وَقُلُوبُهُمْ شَتَّى﴾ [الحشر: ۱۴] (په ظاهره ته دوی سره غونډ ګڼې، خو د دوی زړونه يو له بله بې زاره او بېل سوي دي).

درېیم: پر الله باندي تر توکل پر مادي او عادي اسبابو باندي زیات اعتماد

په دې کي شک نسته چي لوی څښتن جل جلاله موږ ته د هغو ټولو اسبابو او وسایلو د راغونډولو حکم کړی دی چي زموږ په وس کي وي او په کومو چي دښمن بېرول کيږي او دفع کيږي، خو له بده مرغه له يوه لوري موږ هم د مادي اسبابو په راغونډولو کي ناکامه يو او له بله پلوه د فتحي او نصرت چي کومه سرچينه ده، له هغې څخه هم غافل یو. لوی څښتن فرمايي:

﴿ وَمَا النَّصْرُ إِلَّا مِنْ عِنْدِ اللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ﴾ [آل عمران: ۱۲۶].

ژباړه: برى او نصرت د بل چا له خوا نه بلکي يوازي د الله له خوا دى چي (په بشپړه توګه) برلاسى (زورور او په خپل اقتدار کي پر ټولو مخلوقاتو د غلبې خاوند دى) او د سمي او لوړي کچي پوهي (حکمت) څښتن دى،(چي هر څه په خپل مناسب ځاى کي ږدي).

د تاريخ شلګونه، نه ، بلکي سلګونه واقعات شاهدي ورکوي چي د کافرانو په وړاندي د بې وزلۍ او د شمېر د لږوالي سره سره به فتحي او بري د مسلمانانو قدمونه مچول.

څلورم: د دنيا سره زياته مينه، عيش پالنه او راحت خوښونه، د آخرت پر ځای دنیا غوره کول، پر ملي او ولسي غوښتنو باندي خپلي ځاني غوښتني مخکي بلل او د جهاد روح له زړونو وتل.

د دې خبرو تفصيل ډېر اوږد دی، د قرآن کريم په آل عمران سوره او توبه سوره کي په دې اړه ډېر لوی عبرتونه موجود دي. د امت دنده او فريضه ده چي تل دغه روښانه منار په پام کي ونيسي. په هرحال د الله په لار کي، د اسلام د سرلوړۍ لپاره د دښمنانو سره ډغري وهل ، د لوی څښتن په لار کي جهاد کول او د اسلام لپاره خپل ځان قربانول ډېر قېمټي جوهر باله سي. قرآن کريم او رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې ټولو د دنيوی ګټو او اخروي ثوابونو هر اړخ په ډېر فصاحت او بلاغت سره بیان کړی دی.

درنو دوستانو! داوه يوه ډېره لنډه مقاله چي د ډېرو مصروفيتونو سره سره او په لږ وخت کي وليکل سوه، له دې امله د بحث ډېر اړخونه له تفصيله پاته سول، چي له امله يې له تاسو دوستانو څخه د بخښني غوښتنه کوم. په پای کي حق تعالی ته دعاکوو چي زموږ تېروتنی را اصلاح کړي، زموږ په منځ کي قلبي يووالی راولي، د کافرانو په وړاندي زموږ مرسته او نصرت وکړي، او موږ د صبر، هوډ او عزم، پرله پسې زيار ، بوختیا او تقوا په صفاتو سرلوړی او کامیابه کړي. آمين.

مخکینې مطلب

خپل مو نه دی دا پردی کلي ته راغی

بل مطلب

د روزګان عمومي محبس کې د پولیسو او بندیانو تر منځ نښتې، ۲ پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې

ځانګړي مطالب

افغانستان

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 9, 2026
خبرونه

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

نشرونکی: ح جلال
جنوري 15, 2026
غير مصنف

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

نشرونکی: احسان تکل
جون 3, 2023
افغانستان

يوې چینایي کمپنۍ سره د امو سیند د حوزې د تېلو استخراج قرارداد لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
جنوري 5, 2023
غير مصنف

خلیلزاد له دوحې وروسته پاکستان ته تللی

نشرونکی: عاصم
دسمبر 13, 2019

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com