صهیونیستي پوځ غزه کې د خپلو شومو اهدافو په ترلاسه کولو کې پاتې راغلی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲ سلواغه، ۱۴۰۲ل)

په داسې حال کې چې غزه کې د روانې جګړې ۱۰۸ ورځې برابریږي مه ورځ پرون يکشنبه د صهيونست پوځ او فلسطيني جهادي ډلو ترمنځ پر نښتو پيل شوې، يو شمېر اسرائيلي شنونکو د دې جګړې د شننې په يوې برنامه کې ويلي، چې صهيونست پوځ په غزه کې د خپلو اهدافو په ترلاسه کولو کې پاتې راغلی او ورځ تربلې يې د ماتې چانس مخ په ډېرېدو دی.دوی وايي: اسرائيلي پوځ د ميلياردونو ډالرو پوځي لګښتونو سره سره نه دي توانېدلي، چې د حماس او نورو فلسطيني جهادي ډلو په وړاندې پرمختګ وکړي.اسرائيل په غزه کې له روانې جګړې څخه څو مهم اهداف لري .لکه د حماس له بند څخه د اسرائيلي اسيرانو ژغورل، په بشپړ ډول د حماس غورځنګ له منځه وړل او د غزې پوځي واک ترلاسه کول . دغه راز د غزې په بېلابېلو سيمو کې اسرائيلي ځواکونه د فلسطيني جهادي ډلو له سخت مقاومت سره مخ دي او هره ورځ ګڼ شمېر تلفات ورکوي.

مربوطه مطالب

Back to top button